د فوتسال لوبو فاینل به څوک وګټي افغانستان که جاپان؟

افغانستان او جاپان د فوتسال لوبو فاینل کوي

د آسیا د شل کلنو تنکیو ځوانانو د فوتسال لوبو (د صالون دننه فوټبال) په پای لوبه کې نن شنبه د (جون ۲۲) افغانستان او جاپان سره سیالي کوي.

د آسیا د شل کلنو تنکیو ځوانانو لوبې د تیرې شنبې ورځې راهیسې د ایران په تبریز ښار کې پیل شوي، پای لوبه نن په ځايي وخت د ماښام په ۷ بجو پیلیږي.

پای لوبې ته تر رسیدو مخکې افغان لوبډلې په دغو لوبو کې هانګ کانګ او اندونیزیا ته ماتې ورکړې وه، خو پر ایران یې بایللې وه.

ولسمشر غني د فوتسال لوبډلې روزنکي عبدالرزاق ممرک ته زنګ وهلی، د لوبډلې د هڅونې تر څنګ یې هغوی ته د بریا هیله کړې ده.

د فوتسال د لوبډلې روزنکی عبدالرزاق ممرک د خلکو له ملاتړ او دعا څخه مننه کړې ده.

ښاغلی ممرک وايي له خپلو ټولو امکاناتو نه به کار واخلي چې د افغانستان د فوتسال ټیم په پای کې وځلیږي.

د ایران په تبریز ښار کې افغان مهاجرین ته د اوسیدو اجازه نشته، خو تازه د تبریز ښار یوه چارواکي ویلي چې افغانان کولای شي د خپلې لوبډلې تشویق لپاره ورشي.

د افغان لوبډلې د تشویق لپاره یو دولتي هییت هم ایران ته تللی دی.

د آسیا د فوتسال ( د صالون دننه فوټبال) لوبو کې د افغانستان په ګډون د آسیا ۱۱ هیوادونو ګډون کړی.

دا لومړی ځل دی چې افغان لوبډله ددغه راز لوبو پای لوبو ته وځي.