دجي۷ مشران: سوداگریز رقابت د نړۍ اقتصاد ته تاوان رسوي

ولسمشر ټرمپ د چین سره په تجارت، ایران، شمالي کوریا او روسیې په گډون پر ځینو مسلو د نړۍ د مشرانو سره د نظر اختلاف لري

د امریکا ولسشمر ډانلډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ (اگست ٢٥) د اوو سترو صنعتي هیوادونو په غونډه کې وویل چې د خپلو لویدیځو متحدینو سره ښې اړیکې لري او د دغو هیوادونو ترمنځ ېې د اختلافاتو راپورونه رد کړل.

خو د راپورونو له مخې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چین سره سوداگریز رقابت، د ایران د اتمي پروگرام او د شمالي کوریا له خوا د خطرونو په گډون پر ځینو مهمو مسلو د نړۍ د مشرانو سره د نظر اختلاف لري.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د چین سره د سوداگریز رقابت په اړه پیښمانه دی وویل چې د هرڅه په هکله بل ډول فکر لري.

د فرانسې جمهور رئیس ایمانول مکرون د جي اووه غونډه کې وویل چې د اووو سترو صنعتي هیوادونو مشران د ایران په اړه په یوه گډ اقدام موافقه کړې ده څو د تهران سره شخړه کمه کړي او نویو مزاکراتو ته لاره پرانیسي.

مکرون زیاته کړه چې دی او د جاپان صدراعظم شینزو ابې د ایران سره د خبرو د نوښت مسولیت په غاړه اخیستی.

مکرون وویل "مونږ پرون د ایران په اړه بحث درلود او د دې نتیجه دوه مشترکې جملې دي. جي اوه هیڅ یو غړی نه غواړي چې ایران اتمي وسلې ترلاسه کړي او د سېمې د سولې او ثبات په اړه په ژوره توگه ښکیل دي. خو د جي اوه هیوادونو له خوا په دې اړه هیڅ یو رسمي امر ندی ورکړ شوی، او یوازې دا نوښتونه دي چې دغو دوو اهدافو ته د رسیدو لپاره به دوام وکړي."

د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د غونډې د بحث مهم ټکي د نړیوال اقتصاد او امنیت تر څنگ دغې ډلې ته د روسیې د بیا ورګډېدل او د ایران اټمي پروګرام دي.

د دې سرمشریزې په لومړۍ غونډه کې مشران په دې کې ناکامه شول چې په ٢٠٢٠م کال کې دې ډلې کې د روسیې د بیرته یوځای کیدو باندې موافقه وکړي. روسیې په ٢٠١۴ کال کې چې د کریمیا ټاپووزمه یې له اوکراینه جلا او له ځان سره الحاق کړه، له دې ډلې چې جي اته بلل کېدله، وایستل شوه.

د دې ډلې د مشرانو ترمنځ د ژورو اختلافاتو سره یوې اجماع ته د رسیدو امکان نه ترسترگو کیږي. د اروپايي شورا مشر د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ دا وړاندیز رد کړ چې روسیه دې بیا د اوو سترو صنعتي هېوادونو کې ورگډه شي. دا به د جي اوه په تاریخ کې لومړی ځل وي چې یوه ناسته د گډې اعلامیې پرته پای ته رسیږي.

د جي اوه سرمشریزه په داسې حال کې ترسره کیږ يچې د فرانسې د ولسمشر ایمانول مکرون یو شمیر منتقدینو نن د غونډې ځای کې څیرمه لاریون وکړ او غوښتنه وکړه چې مکرون باید د فرانسې کارگرانو او چاپیریال ساتنې لپاره ډیر څه وکړي.

مکرون په نړیواله کچه د اقلیمي بدلون د مسایلو یو مبارز بلل کیږي او په دې مسلې یې ولسمشر ترمپ ته دهمکاری بلنه ورکړې. خو په فرانسې کې دننه فعالین په مکرون تور لگوي چې د فوسیل سون موادو د استعمال په مخنوي کې یې ژمنې ندي پوره کړي.

په دې غونډه کې د جي اووه د نورو غړو جرمني، کاناډا، ایټالیا، امریکا، فرانسې او جاپان سربېره د هند صدراعظم نریندرا مودي هم ګډون لري.