جرمني: له افغانستان څخه په بېړه د بهرنیو سرتیرو د وتلو مخه ونیسئ

د جرمني کابینې تیره اونۍ په افغانستان کې د خپلو سرتیرو حضور د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ تر ۳۱ تمدید کړ.

جرمني وایي نړیواله ټولنه باید له افغانستان څخه په بېړه د بهرنیو سرتیرو د وتلو مخه ونیسي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس پرون پنجشنبه د دغه هیواد په پارلمان کې ویلي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ماموریت باید په مسؤلانه ډول پای ته ورسول شي او په وینا یې له دغه هیواد څخه په بېړه د سرتیرو ایستل کېدایسي د طالبانو په ګټه تمام شي.

ماس همدارنګه د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ اوسني مذاکرات په دغه هیواد کې د سولې ټینګېدو لپاره وروستی چانس بللی او ویلي دی چې دغه فرصت باید له لاسه ور نه کړل شي.

د جرمني کابینې تیره اونۍ په افغانستان کې د خپلو سرتیرو حضور د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ تر ۳۱ تمدید کړ.

اوس مهال باید د جرمني پارلمان په افغانستان کې د خپلو سرتیرو د حضور د تمدید لپاره چې د روانې میاشتې تر اخیره پای ته رسیږي پرېکړه وکړي.

جرمني دا مهال په افغانستان کې ۱۱۰۰ سرتیري او تر امریکا متحده ایالاتو وروسته دوهم هیواد دی چې د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې په دغه هیواد کې زیات سرتیري لري.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د دغه هیواد قانون جوړونکو ته ویلي چې په افغانستان کې د نړیوالو سرتیرو حضور د فشار یو تر ټولو مهمه وسیله ده چې په وینا طالبان له نړیوال فشار پرته د یو سیاسي هواري لپاره د جګړې د پای ته رسېدو ته حاضر نه شي.

نوموړي ګواښ وکړ چې له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو وتل به د دې لامل شي چې طالبان د سولې خبرو پر ځای جګړې ته دوام ورکړي.