له هغه وروسته چې د اسرائیل کابینې له حماس سره د اوربند تړون تائید کړ، د دواړو خواو ترمنځ نن یکشنبه جنوري ۱۹ (مرغومې ۲۹) اوربند پیل شو.
د اسرائيل ۲۴ وزیرانو د اوربند په ملاتړ او اتو یې په مخالفت کې رایې ورکړې. دا اوربند په داسې حال کې پیل شوی چې ټاکل شوې دونالډ ټرمپ سبا دوشنبه په متحدو ایالتونو کې د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړي.
د یکشنبې په ورځ د اسرائیل صدراعظم بینیامین نتنیاهو وویل تر څو پورې چې حماس د هغو دریو خوشې کېدونکو یرغمل شویو نومونه نه وي سپارلي، اوربند به نه پیل کېږي. حماس نومونه وسپارل او اسرائيل وویل چې اوربند به په ځايي وخت د سهار په ۱۱:۱۵ پيل شي.
په همدې حال کې د کاتولیک مسیحیانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس غوښتي دي چې باید په «سمدستي توګه د اوربند درناوی» وشي.
نوموړي وویل: «له هغو ټولو مننه چې په د دغې مهمې لاس ته راوړنې برخه وو. هماغسې چې موافقه شوې، هیله لرم د دخېلو غاړو له لوري به (د اوربند) سمدستي درناوی وشي، بالاخره ټول یرغمل شوي به وتوانېږي خپلو کورونو ته ستانه شي او خپل عزیزان په غېږ کې ونیسي.»
پاپ فرانسیس همدغه راز هیله کړې ده چې غزې ته «د بشري مرستو رسول لا چټک» شي، چې په خبره یې د غزې خلک ورته ډېر ضرورت لري.
تېره اونۍ د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند تړون وشو. متحده ایالتونه، مصر او قطر د دغو مذاکراتو منځګړي وو. د نړۍ ډېرو هېوادونو د دغه اوربند هرکلی کړی او هېله یې ښودلې چې دا تړون په غزې کې د جکړې پای شي.
دا اوربند درې مرحلې لري، چې هره یوه به یې شپږ اونۍ وي. د لومړي او دویم پړاو په اړه لا هم خبرې روانې دي، خو تمه دا ده چې د لومړي پړاو له ختمېدو وروسته او د دویم پړاو تر پیل پورې به هم اوربند روان وي.
د قطر صدراعظم محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د چهارشنبې په ورځ جنوري ۱۵ (مرغومې۲۶) په یو خبري کنفرانس کې وویل د دغه اوربند په لومړي پړاو کې، چې ۴۲ ورځې دي، حماس به د ماشومانو، مسنو خلکو، بیمارانو او زخمیانو په ګډون ۳۳ یرغمل شوي پرېږدي او اسرائیلي ځواکونه به په دې پړاو کې له غزې څخه وځياو په سرحد کې ځای په ځای کېږي.
نوموړي وویل چې غزې ته د بې ځایه شویو خلکو راستنېدل هم د لومړي پړاو یوه برخه وي. د اوربند په دویم پړاو کې به د هغو فلسطیني زندانیانو شمېر، چې اسرائیل به یې پرېږدي، نهايي شي.
حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې په اسرائيل باندې بریدونه وکړل، اسرائيل مقامات وايي چې په دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه ووژل شول او ۲۵۰ تنه نور یرغمل ونیول شول.
اسرائیل د دغو بریدونو په ځواب کې په غزې باندې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل، چې د فلسطین د روغتیا د چارواکو په وینا تر دې دمه په کې ۴۶۷۰۰ کسان وژل شوي دي او اسرائیل وایي په دغو وژل شویو کسانو کې یې زرګونه د حماس غړي دي.
په دغې جګړې کې د غزې تړانګې اکثریت برخې له خاورو سره خاورې شوې او د ۲.۳ میلیون نفوس څخه یې اکثریت خلک بې ځایه شول.
په راپور کې د فرانس پرس او اسوشیتډپرس اژانسونو له معلوماتو کار اخیستل شوي.