ملګري ملتونه: د غزې ولسي خلک له شدیدې لوږې سره مخامخ دي

د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې غزې ته رسېدلي خوراکي مواد کافي نه دي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د پنجشنبې په ورځ نومبر ۱۶ (لړم۲۵) وویل چې په غزه کې په «عملي ډول» اوبه او خواړه نشته او ملکي وګړي له شدیدې لوږې سره مخامخ دي.

د خوړو د نړیوال سازمان اجرايي مشرې سنډي مککین په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د ژمي په چټک رسېدو سره او «د ناخوندي او له خلکو ډکو سرپناو د موجودیت او د پاکو اوبو د نشتوالي له کبله ولسي خلک د سمدستي لوږې له احتمال سره مخامخ دي.»

دغې ادارې له څو اونیو راهېسې په غزې کې د لوږې د زیاتېدو خبرداری ورکاوه. د خوړو نړیوال پروګرام همدغه راز ویلي دي چې «ډوډۍ یا کمه ده او یا بیخي نشته» او په« یو فعال [پرانیستي] سرحد سره د لوږې د ضرورتونو پوره کول ناممکن» دي.

دغې ادارې ویلي دي چې یوازینۍ هیله دا ده چې غزې ته د خوړو د انتقال لپاره دویمه خوندي لاره پرانیستل شي.

د خوړو نړیوال پروګرام همدغه راز وايي د تیلو کمښت هم د خوراکي موادو په انتقال کې خنډ پیدا کوي او هغه لارۍ چې د سه شنبې په ورځ له مصر څخه رسېدلي دي، کافي تیل نلري چې ولسي خلکو ته ځانونه ورسوي.

دې ادارې خبرداری ورکړی دی چې کوم خوراکي مواد چې غزې ته انتقالېږي «له بده مرغه کافي» نه دي.

څو اوونۍ مخکې حماس په اسرائيل باندې بریدونه وکړل، اسرائيل مقامات وايي چې په دغو بریدونو کې ۱۲۰۰ اسرائیلیان وژل شوي دي. په غزې کې د صحت د برخې مقامات وايي چې د اسرائیل په ځوابي بریدونو کې څه باندې ۱۱۰۰۰ کسان وژل شوي چې شاوخوا ۴۰۰۰ یې ماشومان دي.

اسرائيل په غزې باندې د هوايي او ځمکنیو بریدونو له پیل راهېسې غزه محاصره کړې او ټولې ورغلې لارې یې تړلې دي.