د اسرائیلو هوایي ځواکونو پر غزې بمباري کړې

متحده ایالاتو ویلي دي چې د ځان د دفاع لپاره د اسرائیلو د حق ملاتړ کوي.

د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو وايي چې د غزې په تړانګه کې د حماس د وسله والې ډلې پرضد به پراخ هوايي عملیات دوام وکړي.

د اسرائیلو هوايي ځواکونو د یکشنبي په ورځ (مۍ ٥) د یو اسرائیلي د وژل کېدو په غچ کې څلور فلسطینیان چې لږترلږه دوه یې "افراطي وسله وال" بلل کیږي، ووژل.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو چې د دفاع وزیر دنده هم لري، د یکشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې وویل چې دفاعي ځواکونو ته امر کړی چې په غزه کې د ده په وینا د ترهگرو پر ضد هوايي بریدونو ته په پراخه کچه دوام ورکړي.

نتنیاهو همداراز ویلي چې د ده له امر سره سم د غزې په سرحد کې دېره ځواکونه به نور ټانکونه، توپونه او اضافي پلي سرتېري ترلاسه کړي.

د غزې د روغتیا وزارت وايي چې له جمعې ورځې راهیسې د اسراییلو په بمبارد کې دولس فلسطینیان چې لږترلږه ۵ تنه یې وسله وال کسان وو، وژل شوي دي. په وژل شویو کې یو ۱۴ میاشتنی ماشوم او یوه میندواره مېرمن هم شامل دي.

د اسرائیلو پوځ د دې کسانو په وژنه کې لاس لرل رد کړي دي او ویلي چې دا کسان هغه توغندي وژلي دي چې فلسطیني وسله والو توغولی و.

اسرائیلي چارواکو ویلي دي چې د حماس وسله والو د اسرائیل پر قلمرو ۴۰۰ توغندي ویشتلي او اسرائیلو په ځوابي اقداماتو کې په غزه کې ۲۰۰ اهداف په نښه کړي.

په غزه کې د اسرائیلو د هوايي حملو په نتیجه کې دوه لوړ پوړیزې ودانۍ هم نړېدلې دي.

عیني شاهدان وايي چې اسرائیلي پوځیانو له بمبارۍ مخکې د دې ودانیو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړ چې ووځي، ځکه د هغوی په وینا، هلته د حماس یو امنیتي مرکز و.

متحده ایالاتو ویلي دي چې د ځان د دفاع لپاره د اسرائیلو د حق ملاتړ کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې امریکا له غزې څخه د اسرائیلو پر بېګناه ملکي وګړو د حماس او اسلامي جهاد ډلو د توغندیو حملې غندي.

ملګرو ملتونو ویلي چې له مصر سره په ګډه هڅه کوي، چې په غزه کې روانې نښتې پای ته ورسېږي.