دوستم: د حکومت یوه ستونزه د نوې کابینې جوړیدل دي

لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ځانمرګو بریدونو له قربانیانو سره د وینې مرسته وکړه

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په وروستیو ناامنیو کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې پر اوښتلو اندیښنه وښوده او له افغان ولس څخه یې وغوښتل چې د چاودنو او ځانمرګو بریدونو له قربانیانو سره د وینې مرسته وکړي.

ښاغلي دوستم نن پنجشنبې په کابل کې له خپل ۳۰۰ ساتونکو او لاس لاندې کسانو په ګډون، په چاودنو او ځانمرګو بریدونو کې ټپي شویو ملکي او پوځي افغانانو ته وینه ورکړه.

د وینې له ورکولو مخکې جنرال دوستم خپلو ساتونکو ته د وینا پر مهال، په وروستیو ناامنیو کې افغان امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو ته پر اوښتې مرګ ژوبلې اندیښنه وښوده او له افغان ولس څخه یې وغوښتل چې د چاودنو او ځانمرګو بریدونو له قربانیانو سره د وینې مرسته وکړي.

جنرال دوستم وویل "له ټول هغه ملت، د افغانستان له ټولو خلکو، له ټولو سرتیرو، ټول هغه وطن پرستان چې وطن وايي، غواړم، د خپل وطن مدافعینو ته او هغو هیوادوالو ته چې لاس او پښې یي پرې کیږي او ټپيان کیږي، هغوي ته وینه ورکړي، بی تفاوته و نه اوسي".

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال وایی هر څومره وینه چې ټپي شویو افغان امنیتي ځواکونو ته په کار وي حاضر دی چې هغوي ته وینه برابره کړي.

جنرال دوستم په داسې حال کې د چاودنو او ځانمرګو بریدونو له قربانیانو سره د وینې مرسته کوي چې په روانه اونۍ کې یواځې په کابل ښار کې درې ځانمرګي بریدونه ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې د ۸ بریدکوونکو په ګډون لږ تر لږه ۱۳ تنه ووژل شول او په لسګونو نور ټپيان دي.

دغه راز جنرال دوستم ټینګار وکړ چې د ټاکنیزو سیالیو پر مهال، په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت، د فساد پر وړاندې مبارزه او د اصلاحاتو د راوستلو په اړه، له خلکو سره کړې ژمنې به عملي کړي.

جنرال دوستم وايي چې په پوځي برخه کې نږدې څلویښت کلنه تجربه لري او له خپلې تجربې څخه به په افغانستان کې د امنیت د راوستلو لپاره کار واخلي.

هغه له خلکو څخه وغوښتل چې ناهیلې نشي او ډاډ یې ورکړ چې د مرګ تر بریده به هڅه وکړي چې خپلې ژمنې عملي کړي "له خلکو سره مو ژمنه وکړه، امنیت راولو، د فساد مخه نیسو، اصلاحات راولو، او په هر ډول چې وي د کابل بانک موضوع تصویب او یو طرف ته کوو، دا ژمنه مو کړې ده، په دغه ژمنو مو د خلکو رایې اخیستې دي، باید خلک و نه غولوو، دا کارونه باید عملي کړو، یا باید مړه شو او یا دا خبرې عملي کړو".

په همدې توګه جنرال دوستم وايي چې د حکومت اوسنۍ ستونزه د نوې کابینې جوړیدل دي "ستونزه اوس په کوم ځاي کې ده تاسې پوهیږی چې کابینه نشته، ټول وزیران سرپرستان دي او اجرائیوي صلاحیتونه نلري، ټول وزیران او والیان همداسې دي، موږ یو ځل کابینه جوړه کړو، د کابل او افغانستان امنیت همدې ته په تمه دی".

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د خپل د کار په لومړنیو ورځو کې اعلان کړې وو چې د ۴۵ ورځو په ترڅ کې به کابینه جوړه کړي خو دغه چاره د یو شمیر نامعلومو لاملونو له امله لا تر اوسه ترسره شوې نه ده.