لوړپوړی امریکایي جنرال: د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوو

د امریکا د مرکزي قواو قوماندان جنرال فرانک مکنزي

د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي قواو (سنټکام) قوماندان جنرال فرانک مکنزي له افغانستان سره د امریکا د نظامي مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.

جنرال مکنزي د شنبې په ورځ (چنګاښ ۲۹مه) کابل ته د خپل سفر پر مهال د افغانستان له اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله سره لیدلي او دواړو خواو په افغانستان کې د امنیت، سولې، انتخاباتو او سیمه‌ییزو مسلو په اړه خبرې کړې دي.

اجرائيه ریاست په یو بیان کې ویلي، چې ښاغلي مکنزي د افغانستان د وسله‌والو قواو د پرمختګونو او د ظرفیتونو د لوړوالي په اړه رضایت ښودلی او له افغان نظامیانو سره یې د امریکا د پوځ د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.

اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په دې لیدنه کې ویلي، چې اوس د افغانستان د امنیت ساتلو مسولیت د افغان نظامیانو په غاړه دی او یواځې د اړتیا په صورت کې د قاطع ملاتړ له ځواکونو څخه د مرستې غوښتنه کوي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړې: "طالبان د زیاتې اراضۍ او د ولایتونو د مرکزونو په نیولو کې نه یواځې دا چې ناکامه شوي بلکې د جګړې په ډګر کې د دغې ډلې جنګیالیو ته زیات تلفات هم اوښتي دي".

ښاغلي عبدالله د افغانستان له متحدینو څخه غوښتي، چې په روانه جګړه کې د تروریستي ډلو د خوندي ځایونو مسلې ته زیاته پاملرنه وکړي.

د امریکا د مرکزي قواوقوماندان په داسې حال کې کابل ته سفر کړی، چې تیره اونۍ یې په افغانستان کې د داعش ډلې حضور د اندیښنې وړ بللی وو او ویلي وو، چې دا ډله غواړي په افغانستان کې پر امریکايي اهدافو بریدونه وکړي.