عبدالرشید دوستم له وسله وال برید بچ شو

د افغانستان د جمهور رئیس لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم، د هغه وسله وال برید نه بچ شو چې د هغه د موټرو پر کاروان وشو.

د جنبش گوند ویاند بشیر احمد تینج، ویلي دي چې د ښاغلي دوستم د موټرو په کاروان باندې د مزارشریف نه جوزجان ولایت ته د بیرته تللو پر وخت وسله وال برید وشو.

ښاغلي تینج وویل چې پدغه برید کې د ښاغلي دوستم یو ساتونکی وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

هغه وویل چې ښاغلي دوستم ددغه پیښې له رامنځ ته کیدو نه دمخه خبر و، خو بیا یې هم د خپل سفر پروگرام ونه ځنډاوه.

خو له پیښې نه یوه ورځ وروسته طالبانو پر ښاغلي دوستم باندې د برید مسؤلیت منلی او په یوه اعلامیه کې یې ویلي دي چې پر هغه باندې برید لا هم د دوی د عمده اهدافو څخه دی.

طالبانو ویلي دي چې پدغه برید کې یې د یو قوماندان په گډون د ښاغلي دوستم څلور ملگري وژلي دي.

د بلخ ولایت د امنیتي قواو په یوه اعلامیه کې ادعا شوې چې د طالبانو پنځه تنه بریدگر په جگړه کې وژل شوي دي او یو شمیر نور یې ټپیان دي.

دا د تیر کال راهسیې چې ښاغلی دوستم بیرته افغانستان ته راغلی پر هغه باندې دوهم برید دی.

شاوخوا اته میاشتې دمخه هم د هغه د موټرو پر کاروان باندې هغه وخت ځانمرگی برید وشو چې له ترکیې نه افغانستان ته راغی.

ښاغلی دوستم د طالبانو له جدي مخالفینو څخه دی.

هغه د شنبې په ورځ په مزارشریف کې خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل چې که د افغانستان دولت هغه ته اجازه ورکړي حاضر دی چې د شپږو میاشتو په ترڅ کې طالبان د افغانستان له شمال او لویدیځ نه وباسي.

ښاغلي دوستم وویل: "که رئیس صاحب دولت، اجرائيه رئيس، د ملي امنیت شورا پرېکړه وکړي چې ماته شپږ میاشتې وخت راکړي، که چیري زه له بادغیس څخه د بدخشان تر توپاخانې ونه رسېدم خپل مخ توروم او افغانستان پرېږدم...که په شپږو میاشتو کې مې ١٥ – ١٦ ولایتونه ازاد نکړل همدا ٦٦ کاله عمر راته بس دی."