دوستم: هغه دولت چې پخپله مې جوړکړی نه يې خرابوم

جنرال دوستم د ځوانانو وغوښتل چې ځانونه پارلماني ټاکنو ته چمتو کړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم نن په کابل کې د خپلو پلاویانو یوې لویې غونډې ته په وینا کې وویل چې هغه نظام چې ده پخپله په جوړولو کې ونډه لرله، نه یې ورانوي.

جنرال دوستم وویل " ځیني وایي چې جنرال دوستم له حکومت څخه ګوښه شوی، او فاصله یې ترې اخیستې ده، ښه وه وروره، ما څنګه فاصله اخیستې ده، څنګه له دولت څخه لرې لاړ شم، هغه دولت چې مونږ پخپله زیار ایستلی او په کې مو اساسي ونډه لرله، دا حکومت خراب کړم، دا کار هیڅکله نه کوم، هیڅکله".

خو د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال ستونزو یادونه وکړه وې ویل چې هغه دا مسایلو ته ډیره پاملرنه کوي او په سیاست او جنګ کې له حوصیلې څخه کار اخلي.

جنرال دوستم چې د اوږدې مودې چوپیتا وروسته یې د افغانستان د ملي جنبش د ځوانانو په دریمه کنګره کې د خپل ګوند په سلګونو ځوانانو ته وینا کوله په دې خواشیني وښوده چې هغه وعدې چې د ټاکنو پرمهال خلکو ته یې ورکړې وې لا پوره کړي نه دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال وویل چې دده رایو خپل ټیم بریالیتوب ته ورسوه، خو پلویانو یې لا هم لس فیصده حق نه دی ترلاسه کړی.

جنرال دوستم د ځوانانو وغوښتل چې ځانونه پارلماني ټاکنو ته چمتو کړي.

هغه وویل چې پارلماني ټاکنې او لویه جرګه په مخ کې ده او باید ځوانان په دغو دواړو برخو کې پوره ونډه واخلي.

هغه د کندز د سقوط له امله ددغه ولایت له خلکو بخښنه وغوښتله.