جنرال میلي نغواړي د ترهګرو سازمانو له لست څخه د ایران د قدس ځواکونو نوم لېرې شي

د ایران د انقلابي ځواکونو ګارد

د امریکا د متحدو ایالتونو د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز جنرال مارک میلي د امریکا د بهرنیو ترهګرو سازمانو له لست څخه د ایران د اسلامي انقلابي ګارد د قدس ځواکونو د نوم له ایستلو سره مخالفت کړی دی.

ښاغلي میلي نن پنجشنبه اپریل اوومه (وري۱۸) د ګانګرس یوې استماعیه غونډې ته په دې اړه وویل: «زما په شخصي نظر، د ایران د اسلامي انقلابي ګارد د قدس ځواکونه یو ترهګریز سازمان دی او د بهرنیو ترهګرو سازمانونو له لست څخه د هغوی د اېستلو مخالفت کوم.»

له دغه لست څخه د قدس ځواکونو د نوم اېستل د ۲۰۱۵ کال اتومي تړون د بیا احیا کولو لپاره د ایران یو شرط دی. دا تړون ایران د اتومي پروګرام د غني کولو د پرمختګ بهیر کنترولوي او نه یې پرېږدي چې اتومي وسلې ترلاسه کړي.

د امریکا متحدو ایالتونو مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کې له دغه تړون څخه په یو اړخیز ډول ووت او بیا یې د ایران د قدس ځواکونه په دغه لست کې شامل کړل.

خو د ښاغلي بایډن اداره په خبرو بوخته ده چې دا تړون بیا احیا شي، مګر په ویانا کې له څو میاشتو مذاکراتو وروسته د تړون د بیا احیا کولو خبرې ودرېدې او یو علت یې هم د ایران له لوري له دغه لست څخه د قدس ځواکونو د اېستلو غوښتنه وه.

د امریکا له لوري د بهرنیو چارو وزارت او جنرال میلي د دغو خبرو مشري کوي او د دفاع وزارت په کې مستقیم دخیل نه دی.

د فرانسې خبري اژانس وايي لا معلومه نه ده چې ښاغلي میلي له لست څخه د ایران د انقلابي ګارډ د لویې برخې د اېستلو او په لست کې د قدس ځواکونو د ساتلو لپاره کوم بل بدیل هم وړاندې کړی که نه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په لست کې د قدس ځواکونو د اصلي شمولیت په اړه ویلي: « د ایران سپاه پاسدران د نړیوال تروریستي کمپاین په رهبري کولو او ترسره کولو کې -په ځانګړي ډول د قدس ځواکونو په واسطه- د ایران د لوبغاړو په منځ کې خورا لوی رول لري.»

اعلامیې په امریکا کې دننه اونورو هېوادونو کې د چاودنو او ترورونو [وژنو] د هڅو په ګډون، د قدس ځواکونو ځینو مشخصو فعالیتونو ته اشاره کړې ده.

په خصوصي ډول امریکایي چارواکي وايي چې له دغه لست څخه د ایران د د قدس ځواکونو د نوم اېستل به دومره لوی اغیز ونلري،‌ ځکه چې ایران د لویو اقتصادي او سیاسي بندیزونو په یو اوږد لست کې شامل دی.