جنرال مراد د کابل ګارنیزیون د نوي قومندان په توګه وټاکل شو

جنرال مراد څه موده وړاندې د کابل ګارنیزیون د قوماندان په توګه ټاکل شوی وو، خو هغه نن د شنبې په ورځ کار پیل کړ.

د کورنیو چارو پخوانی لوړپوړی امنیتي معین جنرال مراد علي مراد نن د شنبې په ورځ ( چنګاښ دوییمه) رسمآ د کابل په امنیتي چارو کې د ملي دفاع د وزارت د مرستیال او د کابل د ګارنیزیون د قوماندان په توګه کار پیل کړ.

نن د کابل په ګارنیزیون کې په یوه غونډه کې چې په کې د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو هم برخه لرله، جنرال مراد خپلو مامورینو ته وروپیژندل شو.

جنرال مراد علي مراد څه موده وړاندې د کورنیو چارو د وزارت له امنیتي معینیت څخه د کابل ګارنیزیون ته تبدیل شوی وو، خو هغه نن کار پیل کړ .

جنرال مراد علي مراد غونډې ته په وینا کې وویل، چې د کابل ګارنیزیون له لارې به د کابل د امنیت د ښه کېدو لپاره هلې ځلې وکړي او د دې ښار د امنیت د خوندیتوب لپاره به کار وکړي.

جنرال مراد علي مراد وویل "متاسفانه تراوسه پورې خلک د کابل ګارنیزیون په تړاوو اندېښنې لري. د خلکو او ګارنیزیون ترمنځ به فاصلې ختمې او ښه روابط به رامنځته کړم".

د کابل ګارنیزیون پخواني سرپرست قومندان جنرال افضل امان دې غونډې ته وویل، چې د کابل ګارنیزیون له لارې یې د ټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر ته ښه امنیت تامین کړی دی.

جنرال افضل امان وویل" په تېرو ۵۸ ورځو کې ۲۷۰۰ د ګارنیزیون پرسونل د ټاکنو د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر امنیت وساته، حتی درې سرتیرو په یوه مرکز کې ۵۲ ورځې هم خدمت کړی دی".

د کابل ګارنیزیون درې کاله وړاندې د دفاع وزارت په تشکیلاتو کې د کابل د امنیت د خوندیتوب لپاره رامنځته شو.

که څه هم دا ګارنیزیون د ملي دفاع د وزارت په چوکاټ کې کار کوي خو د ملي اردو ترڅنګ ملي پولیس او د ملي امنیت ادارې هم په دې ګارنیزیون کې په ګډه سره د یوه چتر لاندې فعالیت کوي.