امریکايي جنرال: د ایران د هر ډول اقدام د مخنیوي امکان به ولرو

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کنت مککنزي

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان وایي چې متحده ایالتونه به د ایران د هر خطرناک اقدام د مخنیوي لپاره منابع او امکانات ولري.

د رویترز اژانس د رپوټ له مخې عربي سکای نیوز د جنرال کنت مککنزي له خولې ویلي دي چې "مونږ په سیمه کې له خپلو دوستانو او متحدینو سره په تماس کې یو تر څو ډاډمن شو چې د ایران د گواښ په وړاندې گډ دریځ ونیسو."

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ رئیس د ابو ظبهي له پوځي اډې نه په یو خپور شوي پیغام کې همداشان ویلي دي چې "مونږ به وړتیا ولرو چې په اغیزناکه بڼه غبرگون وښیو".

د امریکا د سمندري پوځ یو ویاند هم له دې دمخه ویلي وو چې د امریکا متحده ایالات او متحدین یې د هرمز په تنگي کې د بېړیو ازاد تگ راتگ ته ژمن دي، خو د اسوشیتیدپرس په وینا دغه ویاند پدې هکله نور جزییات ندي ورکړي.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ رئیس دا څرگندونې پداسې حال کې کوي چې د شنبې په ورځ د ایران حکومتي اژانس تسنیم رپوټ ورکړی و چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي توانیدلي دي چې د فارس په خلیج کې د امریکا د یوې سترې سمندري بېړۍ پر سر د څارنې ماموریت عملي کړي.

دغه اژانس د امریکا د سمندري بېړۍ تصویرونه هم خپاره کړي، خو د هغې د اخیستلو وخت څرگند ندی.

اسوشیتدپرس وایي ایران دا ادعا پداسې حال کې کړې چې د امریکا حکومت څو ورځې وړاندې د ایران سپاه پاسداران د تروریستي سازمانونو په لست کې شامل کړ.