د افغانستان په اړه د جینوا کنفرانس نن پيل کیږي

د افغانستان په اړه د ژنیو په کنفرانس کې د ۶۲ هیوادونو استازي ګډون کوي.

د افغانستان په اړه د د افغان حکومت او د نړیوالې ټولنې په ګډه مشرۍ د جینوا کنفرانس نن سه شنبه( لیندۍ ۶ مه ) د سویس په پلازمینه جینوا ښار کې پيلیږي، خو د دغه کنفرانس اصلي غونډه به سبا د نومبر په اته ویشتمه جوړه شي.

د ملګرو ملتونو او افغان حکومت په کوربه توب پدغه جوړیدونکي کنفرانس کې ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د سیاسي چارو مرستیال روزمیري دی کارلو، د ۶۲ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران یا مرستیالان یې، د ۳۵ نړیوالو سازمانونو استازي او د افغانستان او د نړۍ د ځینو هیوادونو مدني فعالان پکې برخه اخلي.

نن سه شنبه به ددغه کنفرانس شپاړس حاشیوي ناستې ترسره شي، پدغه حاشیوي ناستو کې په د سیمه ییز اتصال، د ښځو د ځواکمنتیا، د بشري حقونو په تړاوو ناسته، د سیمیز انکشاف په تړاوو ناسته، د خصوصي سکټور، د ودې او پرمختګ حاشیوي ناسته، د پوهنې د موضوع په اړه ناسته، له نشه يي توکو سره د مبارزې، د غذایي مصونیت ناسته، د کرهڼې د انکشاف ناسته، سوله، د ښځو اقتصادي پیاوړتیا، له اداري فساد سره مبارزې په لارو چارو خبرې وشي.

د مدني ټولنې په استازیتوب محمد نعیم ایوب زاده چې په جینوا کې دی او ددې کنفرانس عمومي غونډې ته به ويناء وکړي. وايي، دغه کنفرانس ته به سبا د افغانستان د مدني ټولنې غږ ورسوي.

ایوب زاده وویل" پدې ناسته کې مونږ د سولې، ناامنیو، د بشري مرستو په رسونه، د نړیوالو مرستو په کمېدو مهم موضوعات له ۳۴ ولایتونو څخه را ټول کړي، یو موقف نامه مو جوړه کړې ده او دا به د جینوا کنفرانس ته وړاندې کړو".

افغان حکومت ویلي، چې د جینوا په کنفرانس کې به د تحول د لسیزې په پنځه کالو چې پوره شوي دي، بحثونه وشي او د راتلوونکو پنځو کلونو لپاره به لید لوری وړاندې کړي.

افغان حکومت دا هم ویلي، چې له دې کنفرانس د ماليي تعهداتو په تمه ندي، دا کنفرانس د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو درېیم نړیوال کنفرانس دی.