خاورو ته د جورج فلویډ د سپارل کیدو وروستي مراسم

د جورج فلویډ ملګري او مینه وال هغه ته د درناوي مراسم وړاندې کوي

ټاکل شوېده د وژل شوي تور پوستي امریکايي جورج فلویډ جسد نن سه شنبې (جون ۹) د تګزاس ایالت په هیوسټن ښار کې خاورو ته وسپارل شي.

نوموړی کابو دوه اوونۍ مخکې د یوه سپین پوستي پولیس له خوا په داسې حال کې چې لاسونه یې تړل شوي وو، ووژل.

د هیوسټن په ښار کې وروستي مراسم د هغه د کورنۍ د غړو او ملګرو له خوا جوړیږي او وروسته یې جسد د پیرلنډ په هدیره د خپلې مور قبر ته څیرمه خاورو ته سپارل کیږي.

د جورج فلویډ له وژل کیدو وروسته، په امریکا سربیره د نړۍ په ګڼ شمیر هیوادونو کې د تورپوستو په وړاندې د چلند او په مجموع کې د بې عتدالیتو په وړاندې پراخې مظاهرې وشوې.

د امریکا د استازو د مجلس مشرې ننسي پلوسي د دیموکراتو قانون جوړونکو سره یوځای فلویډ ته د درناوي مراسم پرځای ځای کړل.

دغو دیموکراتو قانون جوړونکو په داسې حال کې د درناوي مراتب وړاندې کړل چې هغوی د پولیسو د تاوتریخوالي او د نژادي بې عدالتیو په وړاندې د مبارزې طرحه هم وړاندې کړېده.

د فلویډ مړینه همدارنګه ددې لامل شوه چې د امریکا د فوټبال د ملي لیګ کمیشنر روجر ګوډیل ووايي، هغوی غلط وو چې د نژادي مساواتو په اړه یې د تور پوستو لوبغاړو له مبارزې ملاتړ نه کاوه.

ښاغلي ګوډیل وویل:"موږ، د فوټبال ملي لیګ په دې باور یو چې د تور پوستو ژوند مهم دی. زه شخصا ستاسو غږ بدرګه کوم او غواړم په دې هیواد کې د ډیر ضروري بدلون د راتلو یوه برخه ووسم. له تور پوستو لوبغاړو پرته به د فوټبال لوبه نه وي."

په میناپولس کې د جورج فلویډ ملګرې او یو شمیر نورو کسانو د پوقانو په خوشې کولو سره د قانون د تطبیق کوونکو له خوا وژل شویو کسانو ته درناوی وکړ.

د فلویډ ملګرې کورټیني روز وویل:"فلویډ دلته له موږ سره دی. موږ پرې ګران یو. زه له تاسو غواړم ، له هر مذهب څخه چې یاست هغه ته دعا وکړئ ، زه شکر کوم چې د داسې کسانو له یوې ډلې سره یم چې هغه ورباندې ګران دی ، له خدای څخه مننه کوم چې فلویډ یې موږ ته راکړی وو."

د فلویډ په اصلي استوګنځای، شمالي کارولینا کې هم یو شمیر ویرجن کسان ساعتونه ودریدل څو د هغه تابوت وګوري.