یو جرمنی روسیې ته د جاسوسۍ په تور محاکمه شو

د جرمني څارنوالانو د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۵ (کب ۷) د یو کس د جاسوسۍ قضیه ثبت کړه چې د روسیې استخباراتي ادارې ته یې د جرمني د پارلمان د جوړښت نقشه ورکړې ده. دغه قضیه کیدای شي د برلین او مسکو ترمنځ کړکیچ نور هم سخت کړي.

دغه تورن شخص چې یواځې د ینس اف، په نوم یاد شوی او د جرمني تبعه دی په یو شرکت کې یې کار کاوه چې د جرمني د پارلمان د محوطې د بریښنایي تجهیزاتو د ارزونې مسولیت یې درلود.

د جرمني فدرالي څارنوالانو وویل: "تورن شخص د پارلمان د ودانۍ د نقشې پي ډي اف کاپي ګانو ته لاس رسی درلود."

د څارنوالانو په وینا تورن شخص د ۲۰۱۷کال په دوبي کې پریکړه وکړه چې دغه اطلاعات د روسیې د پټو خدماتو ادارې ته ورکړي.

څارنوالانو وویل: "په همدې خاطر هغه د پې ډي اف کاپي ګانو اطلاعات ثبت کړل او هغه یې په برلین کې د روسیې د سفارت یو کارکوونکي ته چې د روسیې د سري خدماتو ادارې ته یې کار کاوه، ولیږل."

دا قضیه پداسې حال کې ثبت شوې چې د برلین او مسکو اړیکې د بل هر وخت څخه د روسیې د حکومت د مخالف مشر او د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د سرسختي منتقد الکسي نوالني په اړوند ډیرې خړې پړې شوي دي.

ښاغلی ناوالني په تیرو پنځو میاشتو کې په زهرو باندې د مسموم کیدو د درملنې په خاطر د جرمني په برلین ښار کې په یو روغتون کې بستر و، لویدیځه نړۍ کرملین د هغه په مسموم کولو تورنوي.

ښاغلی ناوالني د جرمني نه مسکو ته د ستنیدو پر وخت د مسکو په هوایي ډګر کې ونیول شو او بیا بندي کړای شو.