جرمني کې د اسلام او اساسي قانون پر سر ناندرې

د "جرمني لپاره انډول" په نامه گوند یو ښي اړخه سیاسي گوند دی چې په دې هیواد کې د مهاجرت ضد ولولو نه قوت اخلي.

د جرمني د مهاجرت ضد یو سیاسي گوند وایي چې اسلام د جرمني د اساسي قانون سره جوړ نه دی او تعهد یې کړی چې د جوماتونو د منارو او د حجاب د منع کولو لپاره به جدي مبارزه وکړي.

د جرمني د مسلمانانو د مرکزي شورا رئیس ایمان مازیاک ویلي دي چې د جرمني لپاره انډول گوند پخپله ددې هیواد د اساسي قانون سره مطابقت نه لري. هغه د "ان ډي آر" رادیو ته ویلي چې د جرمني د هیتلر د زمانې راهسیې د لومړي ځل لپاره یو گوند راوچت شوی او یو مذهبي ټولنه او د هغې موجودیت ردوي.

د AfD یا "جرمني لپاره انډول" په نامه گوند چې د جرمني د صدراعظمې انگلا مرکل د مهاجرت په پالیسو سخت انتقاد کوي، جرمني ته د مهاجرینو د سیلاب د مخنیوي په شعار تیره میاشت په دریو محلي انتخاباتو کې د میرمن مرکل پر واکمن گوند باندې بریالی شو.

ددغه گوند مرستیالې بیتریکس فون شټورچ د فرانکفورتر الگمانیه ورځپاڼې ته ویلي دي چې اسلام په خپل ذات کې یوه سیاسي ایډیالوژي ده چې د جرمني د اساسي قانون سره مطابقت نه لري. میرمن شتورچ دا هم ویلي چې گوند یې د جوماتونو د منارو، ازانونو او حجاب د بندولو پلوي دی.

د میرمن مرکل محافظه کاره گوند هم په موثره توگه د بورقو (حجاب) د بندولو غږ کړی دی او ویلي یې دي چې په عام محضر کې باید په بشپړه توگه بدن ونه پوښول شي، هغه حجاب چې یو شمیر مسلمانې ښځې یې اغوندي. خو هغوی دا نه وایي اسلام د جرمني د اساسي قانون سره جوړ نه دی.

د "جرمني لپاره د انډول" گوند پرمختگ چې د فرانسې د ملي جبهې په گډون د اروپا د مهاجرت ضد گوندونو د پرمختگ سره جوخت رامنځ ته کیږي د جرمني پر عمدو سیاسي گوندونو باندې سخته ضربه وارده کړې چې په هغه هیواد کې یې ستر ایتلاف کړې دی.

تیره میاشت د AfD یا د جرمني د انډول گوند د دې هیواد پر سوسیال دموکرات یا SPD گوند باندې په بریالیتوب سره چې د انگلا مرکل د واکمن ایتلاف شریک دی د زاکسن انهلت په ایالت کې ٢۴ فیصده رای ترلاسه کړې.

د سوسیال دموکرات یا SPD گوند یو مشر زیگمار گابریل چې د جرمني مرستیال صدراعظم هم دی ویلي دي چې د AfD گوند د نازیانو د مشر هتلر په شان الفاظ استعمالوي.

رپوټ: د رویترز خبري اژانس

ژباړه: عارف عثمانزوی