جرمني ‌او اسرائیل په لومړي ځل ګډ پوځي تمرین وکړ 

د جرمني‌ یو پوځي چارواکی چې د تمرین پر مهال یې ماسک تړلی

په داسې حال کې چې د جرمني او اسرائیل اړیکې ورځ تر بلې ښه کیږي، د دغو هېوادونو هوايي ځواکونو د جرمني په فضا کې ګډ پوځي تمرین وکړ.

د دواړو هېوادونو مشرانو دا یو خاص تمرین بللی دی. د جرمني‌هوايي ځواک دغه تمرین یوه تاریخي شېبه وبلله.

د جرمني د هوايي ځواک یو چارواکي سامیول امباسا وویل: "د آبي وزرنو تمرین ډېر احساساتي تمرین و. موږ ټول یې له اغیزو خبر یو. موږ ویاړو چې له هغوی (اسرائیل پوځ) سره مو اوږه په اوږه د جرمني په فضا کې پرواز وکړ.

د اسرائیل د هوايي ځواک یو چاروکي اورین بیا وویل: "دلته پرواز بل ډول احساس درکوي.‌ دلته پرواز تېر وخت دریادوي اوآینده مو متوجه کوي. موږ ټول په ماضي خبر یو خو اوس آینده ته ګورو. موږ د ګډې همکارۍ او ګډ کار له کبله خوشحال یو."

د اسرائیل پیلوټان د دوشنبې په ورځ د جرمني ‌د نویرینچ هوايي آډې ته راغلل او دوې اونۍ یې دلته تمرین وکړ.

د جرمني او اسرائیل اړیکې له تاریخي پلوه ښه نه بلل کېږي. نازي جرمنیانو په هالوکاسټ کې شپږ میلیون اروپايي یهوادان وژلي وو.