جرمني له اسرائیل وغوښتل لبنان کې د سوله ساتي ځواک سره د پېښو په اړه وضاحت ورکړي

لبنان کې د ملګرو ملتو ملتونو سوله ساتي ځواکونه وايي اسرائیل پرې قصدآ بریدونه کړي

جرمني د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۲۱(تلې۳۰) له اسرائیل څخه وغوښتل چې په لبنان کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو د ماموریت د څار د یوې چاوڼۍ د ورانولو په ګډون د «هرې هغې پېښې په اړه وضاحت» ورکړي، چې دا ماموریت په کې دخیل دی.

په لبنان کې د ملګرو ملتونو سوله ساتو ځواکونو تېره ورځ وویل چې د اسرائیل پوځ په قصدي ډول د هغوی د څار یوه چاوڼۍ او خنډ (اغزن مزی/دیوال) ونړول.

اسرائیل د سپتمبر له میاشتې راهېسې په لبنان کې ځمکني او هوايي عملیات پیل کړي او وايي چې د حزب الله ډله ختموي. حزب الله د لبنان یوه سیاسي او وسله واله ډله ده.

برلین په لبنان کې د سوله ساتو ځواکونو سره د وروستیو پېښو په اړه «ډېره اندېښنه» ښودلې ده، نړیوالو هم دا پېښې غندلي دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاندې کاترین دیشاور وویل چې جرمني هیله لري چې «اسرائیلي لوری د وروستیو راپور شویو پېښو په اړه وضاحت ورکړي» او د «دغې ځانګړې پېښې په اړه د تحقیقاتو نتایج خپاره» کړي.

کاترین ديشاور زیاته کړه: «د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د ګمارل شوي عملیات حفاظت او پرسونل یې باید له خطره سره مخامخ نه شي.»

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر اسرائیل کاټز ویلي دي چې هېواد او پوځ یې سوله ساتو ځواکونو ته د زیان رسولو «نیت نه» لري.

خو د ملګرو ملتونو سوله ساتو ځواکونو اسرائیل تورن کړی چې په وروستیو اونیو کې یې څو ځلې پر دوی بریدونه کړي دي.