جرمني له لویو کمپنیو څخه کډوالو ته کارونه غواړي

د جرمني صدراعظمه انګلا مرکل د دوو سترو کمپنیو فولکس واګن او زیمنس له مشرانو سره ګوري چې کډوالو ته کارونه پیدا شي.

د جرمنی صدراعظمې انگلا مرکل د جرمني د غټو کمپنیو سره غونډه کوي چې څنگه جرمني پناه غوښتونکو ته چې تېر کال یو دم دغه هیواد ته ورغلي دي، کاورنه پیدا کړي.

مرکل د شنبې په ورځ د فولکس واگن او زیمنس د کمپنیو نمایندگانو ته بلنه ورکړېده چې د سپتمبر د میاشتې په نیمایي کې په برلین کې غونډی کې برخه واخلي.

د اسوشیټډ پرس خبري اژانس وایي مرکل هیله لري چې ددې کمپنیو د مدیرانو دا خبره واوري چې دغه پناه غوښتونکي کوم ډول کارونو کې استخدامیدلی شی.

یوازې یو ملیون مهاجر په ۲۰۱۵ کال کې په جرمني کې راجستر شویدي او د مرکل د پالیسۍ یوه برخه داده چې د مستحقو پناه غوښتونکو سره مرسته وشې، چې ژر جرمني ژبه زده کړي، کارونه زده کړي او وګمارل شي.

جرمني هدغه راز خپلو ملکونو د هغو پناه غوښتونکو د بیرته لیږلو پرگرام هم چټکوي چې، د مهاجرت او سیاسي پناه په قوانیو او شرایطو برابر نه دي.

پر دې سربېره، د جرمني د صدراعظمې انگیلا مرکل ایتلافي حکومت د جنورۍ په ٢٧ د یو نوي وړاندیز شوی قانون ومانه، چې له مخې یې په جنایي جرمونو تورن پناه غوښتونکي له جرمني څخه په اسانه ایستل کېدی شي.

ددې قانون له مخې هغه مهاجر چې د اروپایي ټولنې اوسیدونکي نه وي او په فزیکي او جنسي تیریو تورن شوي وي، له دې هیواد څخه شړل کیږي.

ملګري ملتونه وايي ۲۰۱۵ کال اروپا ته د کډوالو او پناه غوښتونکو د شمېر له پلوه ۲۰۱۵ کال تاریخي کال وو. میلیونونه کډوال اروپا ته ولاړ او زرګونه یې اروپا ته د رسېدو په هیله په سمندر کې ډوب او مړه شول.

په دغو کډوالو او پناه غوښتونکو کې یې ډېر د جنګ ځپلو هېوادونو، لکه سوریې، عراق، افغانستان او داسې نورو هېوادونو وګړي دي.