مرکل: د یهودانو سره د ضدیت پر ضد مبارزه د جرمني اخلاقي وظیفه ده

د جرمني صدراعظمه انګلا مرکل وایي، د یهودیت ضد مخ په زیاتېدونکو احساساتو پر ضد مبارزه د جرمني اخلاقي وظیفه ده.

انګلا مرکل، د جمعې په ورځ (نوامبر ٩) د هالوکاست د ٨٠ مې کلیزې په مراسمو کې وویل چې په جرمني کې د یهودانو ژوند یو ځل بیا په غوړېدو دی، خو ټینګار یې وکړ چې "په عین وخت کې د یهودیت ضد احساساتو شاهد هم یو چې ددغو خلکو ژوند یې په جرمني کې ګواښوي".

انګلا مرکل

مېرمن مرکل چې تور کالي یې اغوستي وو په برلین ښار کې د یهوادنو په یوې کنیسې کې د وینا پر وخت یهودي مشرانو ته وویل چې "وروسته له اته لسیزو یو ځل بیا د یهودانو پر ضد تاوتریخوالی په ډېرېدو دی."جرمني او اتریش د جمعې په ورځ د ١٩٣٨کال د نوامبر د نهمې نېټې د یهودانو د وژنو، لوټولو او د هغوی د مالونو د له منځه وړولو یاد تازه کړ.

هالوکاست په دوهمه نړیواله جگړه کې د جرمني د نازي رژیم له خوا د یهودانو ډله ییزې وژنې ته ویل کېږي.

یو شمېر اروپایان د هالوکاست نه انکار کول جرم ګڼي، خو د نړۍ یو شمېر مشران په ځانګړې توګه د ایران پخواني جمهور رئیس محمود احمدي نژاد، په وار وار هالوکاست "کیسه" ګڼلې او ویلي یې دي چې اسرائیل باید د ځمکې له نقشې پاک شي.

د ښاغلي احمدي نژاد نظر د زیات شمېر غربي هېوادونو له خوا غندل شوی دی.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ هغو کسانو ته په خطاب کې چې هالوکاست نه مني په وار وار ویلي دي چې "د هالوکاست تکذیب د یهودانو سره د ضدیت یو خطرناک ډول دی چې په ټوله نړۍ کې دوام لري."