آلمان: چمتو یو چې د بُن دریم کنفرانس کوربه توب وکړو

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د دوشنبې په ورځ کابل (مارچ ۱۱مه) ته د خپل سفر پر مهال، د افغان حکومت له چارواکو سره د لیدنې پر مهال د سولې په ګډون په مختلفو برخو کې له افغانستان سره د خپل هیواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

ښاغلي ماس د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر صلاح‌الدین رباني سره په خبري غونډه کې وویل چې د افغان سولې لپاره د افغانستان د حکومت او د امریکا د متحده ایالاتو له روانو هڅو څخه ملاتړ او هرکلی کوي.

هغه هیله وښودله چې د سولې روانې هڅې، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته لاره پرانیزي او زیاته یې کړه چې د افغان حکومت په غوښتنه او د اړتیا په صورت کې، هیواد یې چمتو دی چې د افغانستان په اړه د بُن درېیم کنفرانس جوړ کړي.

"دا زموږ له خوا یو وړاندیز دی او د افغانستان د حکومت په غوښتنه بله عملي شي، چې دا کنفرانس څه وخت جوړ شي، موږ چمتو یو، خو په پیل کې باید مخالف اړخونه سره کښېني، په هغه صورت کې چې خبرې پیل شي او امکانات موجود وي، هلته په اساسي قانون کې د اصلاحاتو پر سر هم خبرې کیدلی شي، خو لومړی باید یو چوکاټ ورته جوړ شي، چې تلپاتې وي او د تلپاتې سولې لامل شي".

خو د آلمان د بهرنیو چارو وزیر په دوحه کې د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ روانو مذاکراتو ته په اشارې ټینګار وکړ، چې د سولې په خبرو کې باید د افغانستان له ټولو لاسته راوړنو څخه ساتنه وشي.

ښاغلي ماس دغه راز ډاډ ورکړ، چې هیواد به یې په افغانستان کې د تلپاتې سولې تر راتلو پورې، د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ، له فساد سره مبارزې او له افغان ځواکونو څخه د ملاتړ په برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني، له افغانستان سره د آلمان په ګډون د نړیوالې ټولنې له همکاریو قدرداني وکړه او وې ویل، هر هیواد چې د افغانستان د سولې له پروسې څخه ملاتړ کوي باید په دې برخه کې د افغان حکومت او د افغانستان د خلکو رول له پامه ونه غورځوي.

ښاغلي رباني زیاته کړه "ټینګار کوو هره برنامه چې په کې د افغانستان د حکومت او خلکو رول له پامه وغورځول شي، نه یوځې زموږ د تائید وړ نه دی، بلکې تجربو ښودلې چې دا ډول برنامې نه شي کولی چې په افغانستان کې تلپاتې سوله او ثبات تامین کړي".

هغه ټینګار وکړ، چې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ مذاکرات په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګښت یواځینې لاره ده او هیوادونه باید دې مسلې ته درناوی وکړي.

آلماني چارواکي په داسې حال کې د افغان سولې په تړاو له روانو هڅو ملاتړ څرګند کړی، چې د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ په قطر کې پنځم پړاو مذاکرات شاوخوا دوه اونۍ مخکې پیل شوي، چې لا هم دوام لري، خو دواړه خواوېتر اوسه د پام وړ توافق ته نه دي رسیدلي.