د جرمني صدراعظم: پوتین به خپله جګړه ونه ګټي 

د جرمني صدراعظم د دوهمې نړیوالې جګړې د پای ته رسیدو د کالیزې په مناسبت د مۍ په اتمه (غوایي ۱۸) خپل ملت ته په تلویزیوني وینا کې د روسیې د یرغل په وړاندې د اوکراین سره د پیوستون ډاډ ورکړ.

اولاف شولتس په خپله وینا کې وویل: «پوتین به دغه جګړه ونه ګټي. اوکراین به وپايي».

د فرانسي خبري اژانس د ښاغلي شولتس له قوله ویلي، دغه کالیزه سږکال پدې خاطر ځانګړی اهمیت لري چې د جرمني د نازي رژیم دوه قرباني شوي ملتونه – اوکراین او روسیه – اوس د روسیې د تیري په وجه په جګړه کې ښکیل دي.

ښاغلي شولتس وویل چې جرمني به د اوکراین سره بشر دوستانه، مالي او پوځي مرستې وکړي. هغه زیاته کړه چې د روسیې په زورواکۍ به سوله رامنځته نشي.

له بلې خوا د جرمني د پارلمان رئیسې بایربل باس او د اوکراین ولسمشر ولادیمر زیلینسکي د یکشنبې په ورځ په کیف کې د دوهمې نړیوالې جګړې د قربانیانو د یادښت په غونډه کې د اوکراین سره د وسلو د مرستې او په اروپایي ټولنه کې ددې هیواد د شمولیت په موضوع خبرې وکړې.

ښاغلي زیلینسکي د میرمن باس سره په کتنه کې وویل چې د جرمني د پارلمان له لورې اوکراین ته د روسیې د یرغل په وړاندې د درنو وسلو د ورکولو تصویبول ددې هیواد د مهمو لومړیتړبونو څخه دی.

هغه د جرمني د پارلمان له رئیسې او د بوندیستاګ [جرمني پارلمان] څخه وغوښتل چې په اروپایي ټولنه کې د اوکراین د شمولیت لپاره ددې هیواد د غوښتنې ملاتړ وکړي؛ د کیف متحدینو ویلي چې دوی ددې کار ژر تر ژره ترسره کیدل غواړي. که څه هم چې په اروپایي ټولنه کې شمولیت کلونه وخت او پیچلو خبرو ته اړتیا لري.