جرمني په ښځو د طالبانو د بندیزونو په اړه 'روښانه نړیوال غبرګون'  غواړي  

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۲۵ (مرغومي ۴) پر ښځو باندې د طالبانو د بندیزونو په هکله د "نړیوالې ټولنې څخه د څرګند غبرګون" غوښتنه وکړه.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو پر نجونو او ښځو باندې د لوړو زده کړو د بندیز وروسته په داخلي او بهرنیو غیر دولتي موسسو کې ښځې د کار کولو څخه منع کړې.

انالینا بایربوک په ټویټر لیکلي دي: "هغه کسان چې ښځې او ځوانې نجونې له کار، زده کړې او عامه ژوند څخه بې برخې کوي، یوازې خپل هیواد خرابوي ... موږ به هڅه وکړو چې د نړیوالې ټولنې روښانه غبرګون ترلاسه کړو."

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې وويل: "جنسیتي ځورونه د بشريت پر وړاندې جرم بلل کېدای شي."

د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې دغه وروستی بندیز څو ورځې وروسته له هغې نافذیږي چې دغو سخت دریځو اسلامپالو [طالبانو] پوهنتونونو ته نجونې او ښځې له تګ منع کړې؛ هغه پریکړه چې پراخ داخلي او نړیوال غبرګونونه یې راوپارول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونې بلینکن، هم په غیر دولتي موسسو کې پر ښځینه کار کوونکو د طالبانو بندیز د دغه هیواد لپاره «ویجاړونکی» بللی دی.

ښاغلي بلینکن د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې د طالبانو دغه تازه اقدام به په افغانستان کې د میلیونونو کسانو لپاره د بشري مرستو رسولو بهیر له ستونزو سره مخ کړي.

پر همدې مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د طالبانو دغه تازه پرېکړه غندلې ده او ویلي یې دي چې دغه پرېکړه د ښځو بنسټيز حق نقضوي او د بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.

د اوچا په خبره ټاکل شوې د ملګرو ملتونو چارواکي په دې اړه په افغانستان کې له طالب مشرانو سره خبرې وکړي.

طالبانو چارواکو تر دا مهاله په دې اړه د نړیوالو بنسټونو د اندېښنو په اړه څه نه دي ویلي.