جرمني: روسیه دې ثابته کړي چې د پوتین منتقد یې نه دی مسموم کړی

د جرکني پولیس په برلین کې هغه روغتون څاري چې نوالني په کې بستر دی

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ویلي که کرملین د اپوزیسیون د مشر الکسي نوالني د مسموم کیدو په اړه ژر تر ژره معلومات ورنکړي، امکان شته چې پر روسیې باندې بندیزونه ولګول شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ددې هیواد د (بیلډ ام زونټاګ) ورځپانې ته ویلي چې ډیرې داسې نښې نښانې شته چې مسکو د ښاغلي نوالني په مسموم کولو کې لاس لري.

هغه ویلي: "که په راتلونکو ورځو کې روسیه د هغه څه په هکله چې پیښ شوي وضاحت ورنکړي، مونږ به د خپلو متحدینو سره دغه مسئله مطرح کړو."

جرمني اوس د اروپایي ټولنې نوبتي مشري په غاړه لري او د روسیې د حکومت مخالف مشر او د هغه هیواد د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین سخت منتقد الکسي ناولني اوس په برلین کې په یو روغتون کې بستر دی.

ښاغلي ماس ویلي چې دوی په ټینګه تمه لري چې د روسیې حکومت به دغه "سخت جرم" مسئله حل کړي. هغه زیاته کړه چې "که د (روسیې) حکومت ددغه برید سره اړیکه نلري، نو دا د هغوی لپاره هم ښه ده چې دا په حقایقو ثابته کړي."

ښاغلي ماس حتی د شمال بحیرې د پایپ لاین د ۱۱ میلیارد ډالرو پر پروژې باندې د بندیزونو لګول هم رد نکړل او وویل، "هیله لري چې روسان دوی مجبور نکړي چې د شمالي بحیرې (د پروژې) په هکله خپل موقف بدل کړو. دغه پایپ لاین چې د شمالي بحیرې په تل کې د جوړیدو په حال کې دی د روسیې ګاز اروپا ته لیږدوي.

تیره اونۍ د جرمني صدراعظمې انګلا مرکل ویلي وو چې د کرملین منتقد الکسي نوالني چې اوس د برلین د یو روغتون په عاجله څانګه کې بستر دی، د هغه د وژلو په نیت د «نويچوک» په نامه د پخواني شوروي اتحاد د وخت په کیمیاوي زهري موادو مسموم شوی دی.

د زهري موادو دغه مرګونې وسله د پخواني شوروي اتحاد د پوځ په واسطه په اویایمه او اتیاومه لسیزه کې جوړه شوی وه.

د رویترز اژانس وایي د کریملین د منتقدینو د مسموم کولو اوږد تاریخ موجود دی. ددې آژانس په وینا الکساندر لیتونینکو په ۲۰۰۶ کې په لندن کې وروسته له هغې مړ شو چې په چایو کې ورته پولونیوم-۲۱۰ ماده ورکړل شوې وه. همداشان پخوانی جاسوس سرګي سکریپال چې دوو مختلفو ادارو ته یې کار کاوهاو د هغه لور د انګلستان په سالسباري کې په ۲۰۱۸ کې مسموم کړای شوي وو.

خو کریملین په وار وار پدغو پیښو کې لاس لرل رد کړي دي او دغه ادعاوې یې د روسيې پر ضد لمسونه ګڼلې ده.

د روسیې د حکومت مخالف سیاستوال الکسي نوالني د اګست په ۲۰ له مسموم کیدو وروسته د سایبریا په یو روغتون کې بستر شوی و.