غني او عبدالله به ژر سیاسي تړون لاسلیک کړي- صدیقي

د ټاکنو کمېسیون اشرف غني ولسمشر اعلان کړ خو عبدالله خپل موازي‌حکومت جوړ کړ

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي وايي چې ولسمشر غني به له خپل پخواني اجرايي رئیس عبدالله عبدالله سره ډېر ژر سیاسي توافق لاسلیک کړي.

ښاغلي صدیقي د شنبې په ورځ مۍ ۱۶(غوايي۲۷) رسنیو ته په یو استول شوي پیغام کې لیکلي‌دي‌چې د دواړو غاړو ترمنځ په مهمو ملي مسایلو کې توافق شوی دی.

هغه وویل چې د تړون له امضا کولو وروسته به یې په اړه نور جزیات خپاره شي.

که څه هم لا د دغه تړون جزیات په رسمي ‌ډول نه دي خپاره شوي،‌ خو ځینو رسنیو ویلي دي چې په تړون کې په کابینې کې ښاغلي عبدالله ته ۵۰فیصده برخه او د سولې د مصالحي د عالي شورا مشري‌ ورکړل شوې او همدغه راز عبدالرشید دوستم ته د مارشالې رتبه هم منل شوې ده.

د دوی ترمنځ اختلافات له هغه وروسته پیدا شول چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمد اشرف غني د ۲۰۱۹ کال د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی اعلان کړ او عبدالله عبدالله خپل موازي حکومت اعلان کړ.

په ۲۰۱۴ کې هم د جمهوري ریاست د ټاکنو پایلې لانجمنې شوې چې بلاخره د امریکا د هغه مهال د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري په منځګړتوب د ملي یوالي حکومت جوړ شو چې محمد اشرف غني یې ولسمشر او عبدالله عبدالله یې اجرايي‌ رئیس شو.