ولسمشر غني د سولې په برخه کې د پاکستان هڅې ستایلي

ولسمشر غني د پاکستان صدراعظم عمران خان سره د لیدنې پر مهال

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي ولسمشر غني د سولې په برخه کې د پاکستان له هڅو ستاینه کړې او غوښتي یې دي چې د سولې خبرو ته د طالبانو په راوستلو کې مرسته وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي چې د ولسمشر غني په دغه سفر کې به د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګرۍ، امنیت، سولې او پخلاینې په برخو کې د همکاریو پر پیاوړتیا کار وشي.

د پاکستان حکومت وايي چې دواړو مشرانو په دوه اړخیزو همکاریو او ګڼو مسایلو د تړلو دوازو ترشا خبرې کړې دي.

ولسمشر غني وايي "د افغانستان او پاکستان دوه اړخیزې اړیکې باید په متقابل درناوي او دولتونو ترمنځ د اړیکو د اصل په اساس ولاړې وي".

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، ولسمشر غني ته ډاډ ورکړی چې هیواد به یې د سولې په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي.

ټاکل شوې ولسمشر غني ددغه سفر په ترڅ کې په لاهور ښار کې د افغان او پاکستاني سوداګرو یوې ګډې غونډې ته هم وینا وکړي.

ولسمشر غني د روانې جون میاشتې په پیل کې په سعودي عربستان کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډې په ترڅ کې د پاکستان صدراعظم عمران خان سره تر لیدنې وروسته پاکستان ته رسمي سفر منلی و.

د ارګ د معلوماتو له مخې هغه مهال عمران خان ولسمشر غني ته ویلي وو چې پخوا دوی تیروتنې کړې دي، خو اوس پوځ او ملکي حکومت دواړه یوه خوله دي او غواړي چې افغانستان سره، په تیره بیا د سولې په برخه کې همکاري وکړي.

کابل او واشنګټن تل پاکستان تورن کړی چې ترهګرو ډلو ته یې امن پناه ځایونه ورکړي دي، او له پاکستان نه یې غوښتي چې د ترهګرۍ په برخه کې جدي مبارزه وکړي، خو پاکستان دا تورونه رد کړي دي.

بلخوا سیمې او هند ته په خپل وروستي سفر کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي "هیله من دی چې پاکستان د اسلامي افراطي ډلو په له منځه وړلو کې سمه لار غوره کړي. "

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو زیاته کړې چې د ولسمشر ټرمپ اداره د پاکستان لخوا د ترهگرۍ ګواښ د پخواني ولسمشر بارک اوباما په پرتله جدي بولي.

مایک پمپیو وايي "فکر کوم د ټرمپ ادارې پاکستان ته خپلې غوښتنې ډیرې ښې واضح کړې دي، هغوی د ترهګرو ملاتړ نشي کولی، هغه که د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پوله فعالیت وي او که له پاکستان څخه افغانستان ته د ترهګرو اوړیدل وي ".

دا مسایل په داسې وخت کې مطرح کیږي چې ټاکل شوې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو نوی پړاو دجون په ۲۹ نیټه په قطر کې پیل شي.