عبدالله دفتر: غني او عبدالله په خبرو کې انعطاف ښودلی

د ښاغلي عبدالله دفتر وايي د سیاسي جنجال د حل لپاره په یوه طرحه کار کوو

د افغانستان د پخواني اجرائیه رئیس عبدالله دفتر وايي چې د روان سیاسي جنجال د حل لپاره په یوې طرحې باندې کار کوي.

د ښاغلي عبدالله د دفتر یو ویاند فریدون خوځون د دوشنبې په ورځ اپریل ۱۳ (وري ۲۵) امریکا غږ ته وویل چې دوی په یوه طرحه باندې کار کوي چې له بشپړیدو او ارزول کېدو وروسته به د جمهور رئیس غني له ټیم سره پرې خبرې وشي.

په دغه طرحه کې د پخلاینې د عالي شورا د جوړېدو مسله هم شامله ده. ولسمشر غني څه موده مخکې ښاغلي عبدالله ته د دغې شورا د مشرۍ وړاندیز کړی و.

فریدون خوځون وویل چې دواړو خواو په خبرو کې انعطاف ښودلی خو په دې اړه یې نور جزئیات ورنکړل.

په افغانستان کې په ټولنیزو رسنیو کې د ښاغلي عبدالله ډلې ته منسوب یو سند خپور شوی چې په کې د مصالحې د عالي شورا په جوړېدو او صلاحیتونو باندې بحث شوی دی.

خو ښاغلي خوځون وویل:" دا زمونږ وړاندیز نه دی، خو په یو وړاندیز باندې چې په کې د مصالحې د رهبرۍ د عالي شورا او هم په نورو ټولو مسالو بحث شوی، کار روان دی. شاید د دې وړاندیز یوه برخه (په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې) هغې سره ورته والی ولري، خو تراوسه زمونږ وړاندیز بشپړ شوی نه دی، کله چې بشپړ شي منځګړو ته به وسپارل شي."

د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال هم امریکا غږ ته وویل چې لا هم د دواړو خواو ترمنځ خبرې روانې دي. ښاغلي مینه پال وویل چې نتیجې ته رسېدل وخت غواړي، خو نور جزئیات یې ورنکړل.

نږدې دوه اونۍ مخکې ولسمشر غني د ولسي جرګې د رئیس په مشرۍ د منځګړو یوې ډلې سره په خبرو کې وویل چې ښاغلي عبدالله ته یې د مصالحې د عالي شورا د مشرۍ وړاندیز کړی او ترڅنګ به یې د جمهور رئیس د مرستیال پروتوکول هم ورکړل شي.

اوس مهال د افغانستان د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په ګډون د پخوانیو مجاهدینو څو تنه مشران او چارواکي د ښاغليو غني او ښاغلي ترمنځ د سیاسي جنجال د حلولو هڅې کوي.

د دغو منځګړو په غوښتنه ولسمشر غني د نوي حکومت د چارواکو د ګمارلو کار د پنځو ورځو لپاره ځنډولی و.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون محمد اشرف غني د ۲۰۱۹ د سپتمبر د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، خو ښاغلي‌ عبدالله دا پایلې نه مني‌ او خپل موازي حکومت یې اعلان کړ.