د بلخ لپاره د نوي والي پر ټاکلو د ارګ او جمعیت هوکړه

د ارګ او د بلخ د پخواني والي ترمنځ دا هوکړه وروسته له هغې شوې چې تیره اونۍ د ملي امنیت رئیس د ښاغلي نور سره په بلخ کې ولیدل.

یوې حکومتي سرچینې امریکا غږ ته منلې، چې ولسمشر غني او د بلخ پخواني والي عطاء محمد نور ترمنځ د بلخ لپاره د نوي والي په توګه د محمد اسحق رهګذر په ټاکل کیدو هوکړه شوې ده.

دې سرچیني دا هم ویلي، چې اسحق رهګذر به د نوي کال د لومړۍ ورځې مخکې د بلخ د نوي والي په توګه خپل کار پیل کړي. سرچینې دا هم ویلي، چې د اسحق رهګذر په سر دا توافق د جمیعت اسلامي ګوند او د ولسمشر غني ترمنځ شوی دی.

سرچینه وايي، چې د سیمیزو ارګانونو د ادارې لخوا به اسحق رهګذر د عطاء محمد نور په ځای د ځایناستي په توګه ژر معرفي شي. ولسمشر محمد اشرف غني درې میاشتې وړاندې د بلخ د پخواني والي عطاء محمد نور استعفی ومنله او په ځای یې انجنیر داود د نوي والي په توګه معرفي کړی وو.

خو د ولسمشر غني دا پرېکړه د بلخ پخواني والي عطاء محمد نور ونه منله او د پریکړې سره د مخالفت لپاره یې په دې موده کې پراخه کمپاین ترسره کړ.

بل لورته د بلخ د پخواني والي عطاء محمد نور ویاند منیر احمد فرهاد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د محمد اسحق رهګذر نوم د بلخ پخواني والي عطاء محمد نور دې ولایت ته د وړاندې شوو نومونو په نوملړ کې ولسمشرۍ ماڼۍ ته لیږلی وو خو لا هم د ولسمشر په حکم د ښاغلي رهګذر نوم بلخ ته ندی رسېدلی.

د بلخ د نوي والي په سر دا هوکړه وروسته له هغې وشوه ، چې افغانستان د ملي امنیت رئيس معصوم ستانکزی او د ولسمشر د دفتر رئيس عبدالسلام رحیمي د تیرې اونۍ په سر کې د بلخ د پخواني والي سره د خبرو لپاره دغه ولایت ته سفر کړی وو.

محمد اسحق رهګذر په بلخ کې زیږېدلی او د ولسي جرګې په پنځلسمه او شپاړسمه دوره کې د بلخ د خلکو استازی وو.

رهګذر تر دې وړاندې د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۲ کال ترمنځ هم د بلخ ولایت کړی دی. نوموړی د جمیعت ګوند یو قومندان وو او خپله قومنداني یې په بلخ کې کړې ده.