افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، که افغانستان نا ارامه وي پاکستان به هم نا ارامه وي او په وینا یې که پاکستان د افغانستان هوساینه غواړي دوی(پاکستان) به هم هوسا شي.
ښاغلي غني نن یکشنبه اپرېل ۱۸(وري ۲۹) په ارګ کې یوې امنیتي غونډې ته د وینا پرمهال ویلي چې د دوستۍ او دښمنۍ انتخاب د پاکستان په لاس کې دی.
جمهوررئیس غني: نن د پاکستان لپاره د تصمیم ورځ ده، که زموږ هیواد نارامه وي د دوی هیواد به هم ناارامه وي او که زموږ هوساینه غواړي دوی به هم هوسا شي. د دوستۍ او دښمنۍ انتخاب د دوی په لاس کې دی. pic.twitter.com/1gnIzLGk98
— ارگ (@ARG_AFG) April 18, 2021
ولسمشر غني په یاده غونډه کې له افغانستان څخه د امریکايي سر تیرو د وتلو اعلان ته هم په اشارې ویلي چې افغان حکومت د خپلې خاورې ساتنې ته بشپړ چمتووالی لري.
ښاغلي غني زیاته کړې چې اوس د دې وخت رارسېدلی چې د افغانستان ملي حاکمیت په بشپړه ډول عملي شي.
له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې د ولسمشر له قوله ویل شوي: "موږ د خپلې خاورې د ساتنې بشپړ چمتوالی لرو او د دې وخت را رسېدلی چې د افغانستان ملي حاکمیت په بشپړ ډول عملي شي او افغانستان خپله بې طرفي ثابته کړي."
جمهوررئیس غني له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو اعلان ته په اشارې وویل، په معاصر تاریخ کې په لومړي ځل د افغانستان لپاره تر ټولو غوره فرصت برابر شوی، موږ له دوو کلونو راهیسې دې ورځې ته بشپړ چمتوالی لرو او د هغوی د وتلو لپاره مو هر اړخیز پلان برابر کړی. pic.twitter.com/YL8aySblvY
— ارگ (@ARG_AFG) April 18, 2021
دا څرګندونې په داسې وخت کېږي چې ټاکل شوې امریکا او ناټو د راتلونکې مۍ میاشتې په لومړۍ نېټې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو بهیر پیل او د سپټمبر تر ۱۱ پای ته ورسوي.
دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۰۵۰۰بهرني عسکر حضور لري چې له افغان ځواکونو سره د روزنې، سلامشورو او تجهیز په برخو کې همکاري کوي او په ځینو عملیاتو کې له افغان ځواکونو څخه هوايي ملاتړ کوي.