نور به استخباراتي دفترو کې د افغانانو برخلیک نه ټاکل کیږي- غني

ولسمشر غني د دارالامان ماڼۍ پرانیسته

جمهور رئیس محمد اشرف غني، یو ځل بیا په افغانستان کې د جمهوري ریاست پر راروانو ټاکنو ټینګار کړی او ویلي دي، چې یوازې یو منتخب حکومت د افغانانو استازیتوب کولی شي.

همداشان ښاغلي غني ویلي، "هغه وخت نور تیر شوی، چې نورو به د افغانانو برخلیک د استخباراتو په دفترونو کې ټاکه." ښاغلي غني په دې اړه نور وضاحت ورنکړ.

محمد اشرف غني تیره شپه ناوخته ( زمري ۳۰ مه) د دارالامان د ماڼۍ د پرانیستلو غونډې ته، چې په سلګونو میلمانه ورته بلل شوي وو، په وینا کې په افغانستان کې د سولې او ټاکنو پر مسلو یو ځل بیا خبرې وکړې او د تلې د شپږمې ورځې د ټاکنو په ترسره کیدو یې ټینګار وکړ.

جمهور رئیس غني وویل، سوله به په رڼا ورځ د افغانانو په خوښه راځي نه د غلو په څیر په توره شپه.

ښاغلي غني وویل "د ملت استازیتوب څوک کولی شي یو منتخب حکومت او یو منتخب حکومت یوازې د انتخاباتو له لارې راتللی شي، انتخابات به کیږي او د جمهوریت د بقا لپاره شفاف انتخابات ډیر ضروري دي".

جمهور رئیس محمد اشرف غني پرته له دې، چې د قطر په پایتخت دوحه کې د امریکايي چارواکو او د طالبانو د استازو ترمنځ د خبرو د جزئیاتو په اړه څه ووايي، وویل، چې افغان حکومت به د طالبانو سره د مخامخ خبرو پیل وروسته د خبرو جزئیات ملت سره شریک کړي.

ښاغلي غني وویل " دا اوس، چې د سولې په هکله د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي، مونږ دا هرڅه څارو په دې اړه ځکه خاموشه یو، چې تراوسه پورې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو ترمنځ مخامخ مذاکرات نه دي پیل شوي، کله، چې امریکا او طالبان یو تفاهم ته سره ورسیږي او زمونږ او د طالبانو ترمنځ مذاکرات پیل شي، مونږ به د دغې پروسې ټول جزئیات د ملت سره شریک کړو".

دوحه نهم پړاو خبرې

جمهور رئیس محمد اشرف غني د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې ټاکل شوې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍد امریکايي پلاوي او د طالبانو د سیاسي چارو د مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍد طالبانو د استازو ترمنځ د سولې د خبرو نهم پړاو ژر پیل شي.

ښاغلی خلیلزاد، د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې د خبرو د نهم پړاو د پیل لپاره د قطر اود افغانستان په سفر روان شوی دی.

ښاغلي خلیزاد ویلي لومړی قطر ته ځي او بیا به افغانستان ته لاړ شي.

تراوسه لا په قطر کې د طالبانو او امریکایي چارواکو ترمنځ د خبرو نهم پړاو د پیل د نیټې په اړه دواړو غاړو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

خپلواکۍ لمانځل که ټاکنیز کمپاین

افغان حکومت د افغانستان د خپلواکۍد سلمې کلیزې په منابست د دارالامان ماڼۍ کې د دغو مراسمو بندوبست د زمري د میاشتې په ۲۸ مه ورځ کړی وو، خو حکومت دا مراسم وروسته له هغې، چې د کابل د ښار په یو هوټل کې د واده په ګډون کوونکو باندې د ځانمرګي برید وشو او د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې ۸۰ تنه ووژل شول او له ۱۸۰ تنو نور ټپیان شو دا مراسم وځنډول.

د دارالامان په ماڼۍ کې په دې مراسمو کې د نورو دولتي لوړ پوړو چارواکو د ګډون سربیره د پخواني پادشاه امان الله خان دوو لوڼو شهزادګۍ هندیه او شهزادګۍ ناجیه هم ګډون کړی وو.

د افغانستان د جمهوري ریاست یو شمیر نوماندان د جمهور رئیس محمد اشرف غني پر ټاکنیز ټیم باندې د دې له امله انتقاد کوي، چې د دغو ټاکنیزو ټیمونو د ادعا له مخې ښاغلی غني د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له لمانځلو څخه د خپل ټاکنیز ټیم لپاره تبلغاتي ګټه پورته کوي او د دولتي امکاناتو په کارولو سره له ټاکنیزو قوانینو سرغړونه کوي.

خو د جمهور رئیس غني د "دولت جوړونې" ټاکنیز ټیم دا تورونه نه مني او وايي، چې ټاکنیز کمپاین د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له لمانځلو سره هیڅ تړاو نه لري.

د دارالامان ماڼۍ، چې شاوخوا سل کاله وړاندې د پخواني پادشاه امان الله خان د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې وه، پخوانیو مجاهدینو د ډلو ترمنځ د ۹۰ ومې لسیزې په خپلمنځي جګړوکې ویجاړه شوې وه.

افغان حکومت دا ودانۍ د شاوخوا لس میلیونو امریکايي ډالرو په مصرف بیرته رغولې ده.