غني: طالبان دې افغانانو سره د ټوپک په ژبه نه غږیږي

محمد اشرف غني

ولسمشر غني تېره شپه په قطر کې له مېشتو افغانانو سره لیدنه کې ویلي چې وسله وال طالبان دې له افغانانو سره د ټوپک په ژبه نه غږیږي.

له ارګ څخه د خپرې شوې اعلامیې له مخې نوموړي ټینګار کړی چې طالبان باید افغانیت ومني او د افغانانو خبرو ته غوږ کیږدي.

تیره شپه د اکتوبر پر ۶مه (تلې ۱۵) له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي: "جمهور رئیس یو وار بیا پر طالبانو غږ وکړ چې افغانان او افغانیت دې ومني، افغانانو ته دې غوږ کېږدي او د ټوپک په ژبه دې نه ورسره غږېږي."

ښاغي غني په قطر کې روانو بین الافغاني مذاکراتو ته هم په اشاره ویلي چې سوله راتلونکې ده.

نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکی پلاوی په ډېر قوت، زغم او پراخ نظر دغه مذاکرات پرمخ بیایي.

په خپره شوې اعلامیه کې د ښاغلي غني له قوله ویل شوي: "د افغان حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي هر غړی فرد نه، بلکې د افغانستان اسلامي جمهوریت استازی دی او زه باور لرم چې د سولې دغه پیل شوی بهیر او مزل به په قوت سره خپل مطلوب منزل ته رسوي."

ښاغلي غني یو ځل بیا ویلي چې د ښوونځي او جومات، مدرسې او پوهنتون د واټن راکمولو لپاره یې اساسي کارونه پیل کړي دي.

افغان ولسمشر پر داسې مهال قطر ته د سفر پر مهال د دغه هیواد له چارواکو او مېشتو افغانانو سره کتلي چې د تېرې سپټمبر میاشتې پر ۱۲مه په قطر کې د افغان سولې په اړه بین الافغاني مذاکرات پرانیستل شول.

خو دواړه لوري لا ویل کیږي چې د کاري طرزالعمل په اړه موافقې ته نه دي رسېدلي.