غني: افغانستان کې د داعش پر ضد مبارزه بریالۍ ده

ولسمشر غني په سویس کې د نړیوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې د امریکا د دفاع وزیر اشټون کارټر سره د کتلي دي.

د سویس د داووس په ښار کې د نړیوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د دفاع وزیر اشټون کارټر سره د کتنې پر مهال، په ننګرهار کې د داعش د ځپلو لپاره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه بریالۍ او موثره بللې ده.

د افغان ولسمشر د مطبوعاتو له دفتر څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني، د سویس په داووس ښار کې په نړیواله اقتصادي غونډه کې له ګډون وروسته، د شنبې ورځې په سهار بېرته کابل ته راستون شوی دی.

په دې بیان کې ویل شوي، ولسمشر غني د یو شمیر هیوادونو له لوړپوړو حکومتي چارواکو او د نړیوالو سوداګریزو شرکتونو له مشرانو سره په جلا جلا کتنو او غونډو کې د افغانستان د اقتصادي ودې، د سولې او ثبات د ټینګښت، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا او له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې په هکله خبرې کړې دي.

د ارګ دا بیا وايي، ولسمشر غني د امریکا د دفاع له وزیر او د ناټو له سکرټر جنرال سره د نړیوال امنیت ته د پاملرنې تر نوم لاندې غونډه کې، په افغانستان کې له ترهګرو سره د موثرې مبارزې لپاره د افغان امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول د هوایي ځواک او د ۲۰۵ اتل قول اردو د پیاوړتیا او تجهیز لپاره د امریکا په پوځي همکاریو ټینګار کړی.

د ارګ په دې بیان کې راغلي دي "جمهور رئیس غني د امریکا دفاع وزیر سره د کتنې پرمهال د افغان امنیتي ځواکونو د مبارزې او سرښندنو قدرداني وکړه او په ننګرهار ولایت کې د داعش پر ضد د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات یې بریالي او موثر وبلل."

په دې بیان کې د ولسمشر غني له خولې ویل شوي، چې تروریزم د یوې شومې پدیدې په توګه افغانستان، سیمه او د نړۍ ټول هېوادونه ګواښي او په دې برخه کې یې د لنډ مهالې، منځمهالې او اوږد مهالې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

په دې بیان کې ویل شوي، چې د امریکا د دفاع وزیر اشټون کارټر وویل، دوی به له افغانستان سره د امنیتي او دفاعي ځواکونود تمویل او تجهیز په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.