غني: 'سیمه ییزه همکاري مونږ له فقر نه شتمنۍ ته رسوي'

د ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته د ټاپي د ګازو نل لیکه ۱۸۱۴ کیلومتره اوږدوالی لري

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په هرات کې د ټاپي د پروژې د کار د پرانستې په مراسمو کې وویل چې "زموږ پیغام د سیمه ییزې همکارۍ پیغام دی."

ښاغلي غني په هرات کې د ټاپې پروژې د کار د پیل په مراسمو کې وویل، ډاډ ورکوي چې افغانستان به ددې پروژې د پلي کولو لپاره هیڅ ډول اقدام ونه سپموي.

ښاغلي غني په خپلو خبرو دا هم وویل چې "سیمه ییزه همکاري مونږ له فقر نه ثروت ته رسوي".

ښاغلي غني زیاته کړه چې "د افغانستان له لارې له ترکمنستان نه پاکستان ته د بریښنا د انتقال ستره پروژه ددې سبب کیږي چې د افغانستان دوه سترې اقتصادي حوزې (هرات - کندهار) سره وصل کړي".

Your browser doesn’t support HTML5

په هرات کې د ټاپې پروژې د پرانستلو مراسم

په هرات کې د ټاپې پروژې د پرانستلو له مراسمو دمخه جمهور رئیس غني، د جمعې د ورځې په سهار د هرات څخه د یو لوړپوړې پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته تللی و.

ښاغلي غني د ترکمنستان له جمهور رئیس قربانقلي بردي محمداف سره له لیدو کتو ترڅنګ د دغه هیواد د "سلیم چشمه" په سیمه کې د ټاپي د ګازو د نل لیکې د کار د بشپړیدو غونډې کې هم ګډون وکړ.

پدې غونډه کې د ترکمنستان جمهور رئیس قربانقلي بردي محمداف، د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي او د هند د بهرنیو چارو په وزارت کې د دولت وزیر ایم جی اکبرهم ګډون کړی و.

جمهور رئیس غني د ترکمنستان په مراسمو کې د غوڼډې گډون کوونکو ته په وینا کې وویل، چې "د افغانستان سیاست د وصل سیاست دی نه د جلاوالي، دا مهال له یوې پيړۍ جلاوالي وروسته جنوبي اسیا د افغانستان له لارې مرکزي اسیا سره تړل کېږي".

جمهور رئیس غني د کاغذ له مخ څخه د ټاپي پروژې په یوې عملي پروژې د بدلولو له امله د ترکمنستان له جمهور رئیس قربانقلي بردي محمداف او د پاکستان د اوسني صدراعظم شاهد خاقان عباسي او پخواني صدراعظم نوازشریف او د هند له حکومت څخه هم مننه وکړه او وویل چې، د ټاپي پروژه یوازې یوه اقتصادي پروژه نه ده بلکې د ښاغلي غني پر وینا دا یو اقتصادي دهلیز دی چې د سیمې د هیوادونو ترمنځ نورو سلګونو پروژو پیل ته لار پرانیځي.

Your browser doesn’t support HTML5

په ترکمنستان کې د ټاپې پروژې د پرانستلو مراسم

جمهور رئیس غني هیله وښوده چې په نږدې راتلوونکي کې به ترکمنستان د هرات د تورغونډۍ څخه د پاکستان د چمن له ښار سره د اور د پټلۍ له لارې ونښلول شي.

دې غونډ‌ې ته د پاکستان صدراعظم په خپله وینا کې وویل، چې د ټاپي پروژې په پلي کیدو به دا پروژه د دغه هیواد د طبیعي ګازو لس فیصده اړتیاوې پوره کړي.

ښاغلي عباسي وویل، چې د ټاپي د ګازو پروژه به د سړکونو، مواصلاتو او اور ګادي د پټلیو د غځولو له لارې منځنۍ اسیا د جنوبي اسیا سره ونښلوي.

د دې غونډې په پای کې د دغو څلورو هیوادونو مشران او چارواکي د اورګاډي پر سپرلۍ د ترکمنستان څخه د افغانستان د هرات ولایت د تورغونډۍ سرحد ته ولاړ او بیا په هرات کې ورته مراسم ترسره شول.