غني د امریکایي سرتیرو وتلو بهیر ورو کیدو لپاره ټرمپ ته یو لیک کې مصرف کمیدو وړاندیزکړی

جمهور رئیس ټرمپ په وروستي ځل په ۲۱۰۷ کال کې په نیویارک کې د جمهور رئیس غني سره کتلي وو.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د سه شنبې په ورځ ( سلواغې ۹مه) جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ته په یو لیک کې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د پاتې کیدو لپاره د دغو ځواکونو د مصرف د کمیدو وړاندیز کړی دی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ته د جمهور رئیس غني له خوا د غه استول شوی لیک د دریو چارواکو له خوا تائید شوی دی،چې یو د دغو چارواکو،چې د دغه لیک محتویات یې مطالعه کړي،دغې ورځپاڼې ته ویلي، دا لیک د نږدې دوو لسیزو اوږدې داسې یوې جګړې له ډګر څخه د امریکایي سرتیرو د ناڅاپي وتلو په اړه، چې کنټرولول يې خورا مشکل دي، تردا مهاله د جمهور رئیس محمد اشرف غني د کلکو اندیښنو څرګندونه کوي.

جمهور رئیس غني، په چټک ډول د امریکایي سرتیرو د ایستلو په اړه د جمهور رئیس ټرمپ مخ په زیاتیدونکي ډول بې صبرۍ په اړه خپلې اندیښنې پټې نه دي ساتلي او اندیښنه یې ښودلې، چې دا ډول اقدام به د اوسني نظام بقا د ګواښ سره مخ کړي او یو ځل بیا به طالبان ، چې په تدریجي ډول د خپل حاکمیت لمن پراخوي، د قدرت ترلاسه کولو په جګړه کې ښکیل کړي.

له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو په اړه د افغان مشرانو دغه اندیښنې له عراق څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو سره ډیر توپیر لري.

ډیر عراقي مشران دغه هیواد څخه د امریکايي سرتیرو پر وتلو خوشاله وو، خو جمهور رئیس غني له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو په وتلو اندیښمن دی او دا کیدای شي، د دې لپاره هم وي، چې په واک کې د هغه د پاتې کیدو په برخه کې امریکا د ښاغلي غني تر ټولو ستر متحد ګڼل کیږي.

ښاغلي غني د امریکا جمهور رئیس ته دا لیک څو ورځې وروسته له هغې، چې د طالبانو د استازو او امریکايي ډیپلوماتانو ترمنځ په قطر کې خبرې، چې دواړو خواو مثبتې ارزولي پای ته رسیدلي دي.

د قطر په خبرو کې د امریکايي پلاوي مشر زلمي خلیلزاد نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې په دوه مسلو د یو چوکاټ په اړه یوه موافقه شوې، چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو په صورت کې به طالبان د القاعدې په څیر د تروریستي ډلو له خوا د امریکا پر خلاف د افغانستان د خاورې استعمالولو مخنیوی کوي.

ناخوښ افغان چارواکي، چې د خبرو په دغه بهیر کې هیڅ ونډه نه لري، وايي، د دې سره سره دوی دا داسې شواهد لیدلي، چې شاوخوا د یوکال او له هغې وړاندې موده کې یې په اړه اندیښنې لرلې.

هغه دا چې د ټرمپ اداره د دې سره سره، چې د اوږدې مودې ژمنو په اړه افغان حکومت ته اشارې ورکوي، خو په دې هکله ډیره کمه پاملرنه کوي، چې د ځواکونو وتل به د ۳۵ میلیوني نفوس افغانستان ته څه معنی ولري.

یو لوړ پوړې افغان چارواکي، چې د جمهور رئیس غني لیک یې مطالعه کړی، او د نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره یې د نوم د نه ښودلو په شرط خبرې کړي ویلي، چې جمهور رئیس غني او د هغه سلاکارانو د جمهور رئیس ټرمپ د ادارې له خوا د هر ممکن بدلون د پلان سره د مخ کیدو په صورت کې د چمتوالي لپاره یو اوږد بحث درلود.

په دغو بحثونو کې، چې د قاطع ملاتړ ماموریت پخوانی امریکايي قومندان جنرال جان نیکلسن هم حاضر وو، په مصرف کې دسپما او د سرتیرو شمیر کمیدلو باندې خبرې شوي.

دغه چارواکي نیویارک ټایمز ته ویلي، چې د امریکا جمهور رئیس ټرمپ ته د ښاغلي غني د لیک ژبه جامع وه، چې په کې د مصارفو د کمولو لپاره د ساحو د معلومولو او د سرتیرو د اوسني شمیر ۱۴۰۰۰ څخه یو ډیر موثر شمیر ته د راکمولو په سر د بحثونو په خاطر د دواړو خواو څخه د ټیمونو غوښتنه شوې ده.

دغه چارواکي نیویارک ټایمز ته ویلي، کوم اټکل، چې دوی کړی کیدای شي په کال کې دا تر دوو ملیاردو ډالرو پورې د پیسو د سپما سبب شي.

د پیسو د سپما په برخه کې په وړاندیزونو کې د حفظ او مراقبت قراردادونه او د امریکايي سرتیرو شمیر تر ۳۰۰۰ پورې راکمول شامل دي.

دنیویارک ټایمز ورځپاڼې تیره اونۍ د نړۍ اقتصادي کنفرانس کې د جمهور رئیس غني څرګندونو ته هم اشاره کړې، چې ښاغلي غني له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو وتلو په اړه د احتیاط غوښتنه کړې وه.

ښاغلي غني ویلي وو" امریکا متحده ایالات د یو خپلواک او یو نړیوال ځواک په توګه د دې اختیار لري، چې له افغانستان څخه ځواکونه وباسي".

ښاغلي غني زیاته کړه " خو مونږ په سم ډول د ځواکونو وتلو ته اړتیا لرو".

جمهور رئیس غني وویل، چې ایا امریکا، چې افغانستان ته د کوم هدف لپاره ځواکونه راوړي وو، دا هدف یې ترلاسه کړی او که نه؟.

په کابل کې د امریکا سفارت ، جمهور رئیس ټرمپ ته د ښاغلي غني د لیک په اړه د څرګندونو ډډه کړې ده.

د دغه سفارت ویاند وویل، چې دوی د ځانګړو ډیپلوماتیکو محاورو په اړه نه غږیږي.

د سه شنبې تر ورځې دا لا څرګنده نه وه، چې جمهور رئیس ټرمپ به دا لیک ترلاسه کړی وي او که نه.

دا لیک د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د جنوبي او مرکزي اسیا د چارو د مرستیالې الیس ویلز په لاس د امریکا جمهور رئیس ته استول شوی وو.

میرمن ویلز دا اونۍ کابل ته په سفر راغلې وه.

د جمهور رئیس غني ویاند هم د دې لیک په اړه د څرګندونو څخه ډډه کړې ده.