د افغانستان ولسمشر اشرف غني د پاکستان نوی صدر اعظم، عمران خان ته بلنه ورکره چې کابل ته ورشي.
ښاغلي غني د پاکستان نوي احتمالي صدراعظم عمران خان ته د ټاکنو د ګټلو مبارکي ورکړه.
د ارګ اعلامیه وايي چې ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ (جولاۍ ۲۹) د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان ته د دغه هېواد د پارلماني ټاکنو د ګټلو مبارکي وویله. دواړو مشرانو په تیلیفون کې خبرې کړي دي.
ښاغلي غني عمران خان ته ویلي دي چې له پاکستان سره به د ښو اړیکو د پاللو هڅه وکړي. ولسمشر غني ویلي "زموږ تمرکز په تېر نه دی، په روښانه راتلونکی راټول دی، د روښانه راتلونکي لپاره به فرهنګي، اقتصادي، اجتماعي او سیاسي برخو کې د اړیکو نوی بنیادي اساس ږدو. "
د ارګ د اعلامیې له مخې عمران خان هم ژمنه کړې چې د کابل-اسلام اباد د اړیکو په بیا رغولو کې به هلې ځلې کوي. هغه ویلي دي "د دواړو هېوادونو لپاره به په لوړه کچه کار کوو، تر څو په ټولو برخو کې مو اړیکې بنیادي او پخې شي. "
ارګ د دواړو مشرانو د خبرو په اړه ټویټ خپور کړی دی.
I just spoke to @ImranKhanPTI and congratulated him on the victory in parliamentary elections. We both agreed to overcome the past and to lay a new foundation for a prosperous political, social and economic future of both countries #Afghanistan and #Pakistan.
— Ashraf Ghani (@ashrafghani) July 29, 2018
ولسمشر غني غني عمران خان ته بلنه ورکړې ده چې کابل ته ورشي او هغه هم دا بلنه منلې ده. خو دقیقه نیټه یې لا ښودل شوې نه ده. عمران خان د ټاکنو له ګټلو وروسته په خپلو لومړنیو څرګندونو کې له افغانستان سره د ښو اړیکو د لرلو او سرحدي موانع د ختمولو خبرې وکړې.
هغه دا هم وویل چې جنګونو په نړۍ کې تر بل هر چا زیات افغانان ځپلي دي او هغه به د افغانستان په اړه له امریکا سره هم مرسته او همکاري وکړي.
افغان او امریکايي چارواکي پاکستان تورنوي چې په خپلې خاورې کې یې طالبانو او نورو اورپکو ته ځای ورکړی او په افغانستان کې د روان جنګ ننګه کوي، خو پاکستاني چارواکو دا تورونه رد کړې دي.
د یادولو ده چې عمران خان په افغانستان کې جنګېدونکي طالبان ازادي غوښتونکي یاد کړي وو.