طالبان دې 'جمهوري نظام' کې د ټاکنو له لارې سیاسي موخې تر لاسه کړي ـ غني

هغه ویلي سوله نه یواځې یوه مطلوبه غوښتنه ده، بلکې بااعتباره او امکان پذیره به هم وي.

ولسمشر محمد اشرف غني وايي افغان حکومت سیاسي هوکړي ته د رسېدو ظرفیت او اراده لري چې په وینا یې طالبان به په «جمهوري نظام» کې په حضور پیدا کېدو سره د پارلماني او جمهوري ریاست ټاکنو له لارې خپلې سیاسي موخې ترلاسه کړي.

ښاغلي غني پرون پنجشبه جولای۹(چنګاښ۱۹)د افغان سولې په اړه د اجماع پیاوړتیا په هدف دوهمې غونډې ته وینا کې ویلي چې د دغه هدف لپاره نړیواله او سیمه ییزه اجماع موجوده ده.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې د ښاغلي غني له قوله ویل شوي: "موږ د جنګ د ختمېدو او سیاسي هوکړې ته د رسېدو لپاره ظرفیت او سیاسي اراده لرو، داسې چې طالبان به د افغانستان په اسلامي جمهوریت کې حضور ومومي او د پارلماني او جمهوري ریاست د ټاکنو له لارې به وتوانېږي خپلې سیاسي موخې ترلاسه کړي."

دغه غونډه چې پرون مازدیګر د ویډیويي کنفرانس له لارې د افغان حکومت په کوربتوب په ارګ کې جوړه شوې وه د ناټو، ملګرو ملتونو د سازمانونو او ارپايي ټولنې په ګډون د نړۍ نژدې ۱۹ هیوادونو استازو پکې ګډون کړی و.

د ارګ اعلامیه وايي چې ښاغلي غني یادې غونډې ته وینا کې هدفمندې سولې ته د رسېدو لپاره د غونډې د ګډونوالو هیوادونو رول او همکاري مهمه بللې ده.

نوموړي زیاته کړې:"د سولې له پروسې څخه د افغان ولس، ګاونډیانو او سیمې ملاتړ د سولې پروسې د پایداره کېدو لامل ګرځي، په همدې دلیل د سولې پروسه د افغانستان د راتلونکي لپاره حیاتي پایلې لري."

ولسمشر غني همدارنګه ویلي چې سوله باید له ټولو تروریستي ډلو او جرمي سازمانونو سره د طالبانو د اړیکو پرېکېدو لامل شي چې په وینایې دغه کار د ټولو په ګټه دی.

هغه ویلي سوله نه یواځې یوه مطلوبه غوښتنه ده، بلکې بااعتباره او امکان پذیره به هم وي.

افغان ولسمشر همدارنګه تمه ښودلې چې د امریکا متحدو ایالتونو همکاري او له طالبانو سره د دوی هوکړه لیک به د هغو شرایطو د ایجاد لپاره چې د بریا لامل شي، زمینه برابره کړي.

له سیمې او نړۍ سره د افغانستان اړیکې

ولسمشر غني دغه غونډې ته ویلي چې د سیمې او نړۍ په اړه د افغان حکومت لیدلوری ساده او پالیسې یې پر متعددو محرونو ولاړه ده.

نوموړي ویلي چې غواړي افغانستان د سیمې او نړۍ د اقتصادي او فرهنګي څلور لارې د همکارۍ د بستر په توګه بدل کړي چې پر مټ یې له ټولو هیوادونو سره دوستانه اړیکي ولري.

ښاغلي غني ویلي: "غواړو له هیوادونو سره دوستانه اړیکې ولرو، له هیوادونو سره د تقابل او نیابتي ډلو مخینوی وکړو. زموږ خاوره به یواځې ثبات، ارزښتونو او د نړیوال نظم د دفاع لپاره وکارول شي، نه د نورو هیوادونو لپاره د ګواښ د یوه مرکز په توګه."

پر همدې مهال د افغان سولې په اړه د نړیوالې اجماع پیاوړتیا د مشورتي غونډې ګډونوالو له طالبانو غوښتي چې د تاوتریخوالي کمولو، د افغان دولت بندیانو ازادولو او بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو په اړه پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د غونډې ګډونوالو سولې ته د رسېدو لپاره د طالب بندیانو ازادولو په اړه د افغان حکومت د هڅو قدرداني کړې او د تاوتریخوالي کمولو او د بشردوستانه اوربند پر رامنځته کېدو ټينګار کړی دی.