جمهور رئیس محمد اشرف غني په رسمي سفر انګلستان ته ولاړ

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، جمهور رئیس محمد اشرف غني د برتانيې د حکومت په رسمي بلنه نن د یکشنبې په ورځ ( غبرګولي ۲۶مه) د یو لوړپوړې پلاوي په مشرۍ لندن ته تللی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي امریکا غږ ته وویل چې ښاغلی غني به پدې سفر کې د دواړو هیوادونو د اړیکو په پیاوړتیا او د افغانستان په سوله کې د برتانیې په نقش وغږیږي. مرتضوي همدرانګه وویل چې جمهور رئیس اشرف غني به د برتانیې د صدراعظمې تریزا مې تر څنګ د هغه هیواد د پارلماني ګروپ سره هم وګوري.

چې ټاکل شوې، جمهور رئیس محمد اشرف غني به برتانیا ته د خپل دغه سفر په ترڅ کې د سه شنبې په ورځ د مانچیستر په ښار کې د افغانستان او انګلستان ترمنځ د کرکټ لوبه هم وګوري.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د ۲۰۱۹ کال د کرکټ په نړیوالو سیالیو کې تراوسه خپلې ټولې څلور سیالۍ بایللې دي.

د کرکټ په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان د ملي ټیم د لوبغاړو ښه نه ځلیدل په کور دننه د کرکټ د لوبې د مینه والو د کلکو نیوکو سره مخ شوي دي.

د ټولنیزو رسنیو زیات شمیر کارکوونکو د افغانستان د ملي ټیم وړتیا هم تر پوښتنې راوستې ده.

د ټولنیزو رسنیو یو شمیر کارونکي وايي، د کرکټ د نړیوال جام وړاندې د کرکټ بورډ له خوا د ملي ټیم د کپتان بدلولو پریکړه هم د دغه ټیم پر کړنو ناسمه اغیزه کړې ده.

خو د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې پخواني مشر دولت احمدزي دا ټول انګرینې ناسمې بولي او وايي، د کپټان د بدلولو پریکړه د نړیوالیو سیالیو ډیره وړاندې شوې وه.

ښاغلي احمدزي تیره اونۍ یو خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل، چې د ملي ټيم لپاره د نوو کپتانانو ګمارل راتلوونکو لوبو ته د ملي ټیم د ښه چمتوالي لپاره شوي دي.

دولت احمدزي وویل، چې دا پریکړه په برتانیا کې نړیوال جام د جوړیدلو پر مهال نه وه شوې، بلکې د دغه جام څخه دوه سریزه وړاندې شوې وه.

د کرکټ د لوبې مبصرین وايي، چې په برتانیا کې د کرکټ په روانو سیالیو کې نه یوازې افغانستان کرکټ ملي ټیم بلکې نږدې ټول اسیايي ټیمونه د ورته ستونزو سره مخ دي.

دا مبصرین وايي، د هندوستان پرته، د پاکستان، بنګلدیش او سریلانکا ټیمونه هم تراوسه ښه نه دي ځلیدلي.

ټاکل شوې افغانستان به د برتانیا سره د سه شنبې دسیالۍ وروسته د کرکټ د نړیوال جام د لوبو په لړ کې د هندوستان، بنګلدیش، پاکستان او ویسټ انډیز سره هم سیالۍ ترسره کړي.