غني: د کابل د برید غچ به له وحشي دښمن څخه خامخا اخلو 

ولسمشر غني وویل چې دا ډول بریدونه د افغانانو لوړې ارادې نشي کمزورې کولی

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د کابل پر پوهنتون وسله وال برید وغنده او سبا په ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان شو.

ښاغلي‌ غني له دغه برید څو ساعته وروسته په یو ویدیويي پيغام کې وویل: «یو ځل بیا وایم زموږ په وطنوالو، جوماتونو، تکیه خانو، علمي، فرهنګي او اکادمیک مرکزونو او عام المنفعه تاسیساتو باندې بریدونه پر انسان برید او بشري جنایت دی.»

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې ټېنګار وکړ چې د دغه برید غچ به واخلي.

هغه وویل:«د افغانستان وحشي دښمن ته وایم چې بې غچه نه پاتې کیږئ، زموږ د دغو معصومو شهېدانو او اولادونو د سپېڅلیو وینو غچ به خامخا او په څو چنده درنه واخیستل شي. زموږ مېړني ځواکونه مو هر ځای لټوي او له منځه وړي.»

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دغه برید کې لږ تر لږ ۲۲ تنه وژل شوي او ۲۲ تنه ژوبل دي.

د کابل پولیس وايي‌ چې په برید کې درې بریدګر دخیل وو چې ووژل شول. ارګ سبا سه شنبه د وژل شویو کسانو ته د درناوي په خاطر په ټول هېواد کې ملي‌ ماتم اعلان کړ.

د دغه برید مسولیت تر دې دمه چا نه دی اخیستی.

ولسمشر غني « طالبانو او نورو ټولو تروریستي ډلو» ته په خطاب کې وویل چې د هغوی دا ډول بریدونه نشي کولی چې د «افغانانو لوړې ارادې» کمزورې کړي.

په کابل کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفارت، مخکني ولسمشر حامد کرزD او یو شمېر نورو ادارو او اشخاصو دا برید غندلی دی.

دا برید داسې مهال کیږي چې یوناما، افغان حکومت او ځینې نورې ادارې وايي‌ چې په دې وروستیو کې د طالبانو بریدونه زیات شوي‌ او ډېر زیان په کې ولسي خلک ګوري.