منځني ختیځ کې کړکېچ؛ بمي چاودنو غزه ولړزوله

انځور: آرشیف

په غزې کې د پنجشنبې ورځې په سهار لږترلږه پنځو بمي چاودنو یو کس ټپي کړی دی.

د امریکا غږ خبریال د چاودنو غږ اورېدلی او لیدلي یې دي چې تر پېښې وروسته سیمې ته امبولاسونه تللي دي.

د سیمې خلک وایې چې ګمان کوي د چاودنو هدف د حماس ډلې تاسیسات وو.

چاودنې د اسرائیلو او غزې په سرحد کې له پراخو او خونړیو مظاهرو څخه وروسته شوې دي چې په ترڅ کې د اسرائیلي پوځیانو په ډزو کې شاخوا۶۰ فلسطینایان وژل شوي او ۲۷۰۰ تنه ټپیان شوي دي.

د چهارشنبې په ورځ [مې ۱۶] د حماس ډلې یوه جګپوري غړي تائید کړه چې په وژل شویو کسانو کې ۵۰ تنو د حماس غړېتوب درلود. په وژل شویو خلکو کې د یوې اته میاشتنۍ ماشومې په شمول، ښځې او کوچنیان هم شامل دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې د "فلسطین په اشغال شویو سیمو کې د مخ پر خراب حالت" په هکله د بحث لپاره یوه خاصه غونډه رابللې ده.

دارنګه، د نړیوالې جنايي محکمې د څارنوالۍ څانګې پرون په غزې کې د زیاتېدونکي تشدد له امله "شدیده اندېښنه" وښودله. دغې محکمې ویلي چې پر شویو جرمونو څېړنې کېدی شي.

Your browser doesn’t support HTML5

منځني ختیځ کې کړکېچ؛ بمي چاودنو غزه ولړزوله