یوې چاودنې په غزني کې څلور پولیس او یو ملکي کس ووژل

تصویر له ارشیف څخه اخیستل شوی او د غزني‌د پېښې نه دی

په غزني کې چارواکي وايي‌ چې د پولیسو یو موټر د سړک په غاړه په یو ښخ شوي ماین برابر شوی او څلور پولیس په کې وژل شوي دي.

د غزني د پولیسو ویاند احمدخان سیرت وايي چې په چاودنه کې یو ملکي کس هم وژل شوی دی.

پېښه د دوشنبې په ورځ د مارچ ۲۳ (وري۴) د غزني د ده یک ولسوالۍ د خشیک په سیمه کې شوې ده.

د غزني ولایت د عامې روغتیا رئیس باز محمد همت هم وویل چې پنځه مړي روغتون ته انتقال کړل شوي دي.

تر دې دمه د دغه برید مسولیت چا نه دی منلی خو معمولآ دا ډول بریدونه د طالبانو کار بلل کیږي.

په همدې حال کې د غزني‌ د ولایتي شورا مشر نصیر احمد فقیري وايي چې په همدغه سیمه کې د افغان ځواکونو یو موټر باندې هم چاودنه شوې ده او څلور تنه یې ژوبل شوي دي.

خو افغان امنیتي چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.