د غزني په جګړو کې طالبانو ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعا

د غزني ولایتي چارواکي وايي، تیره شپه د دغه ولایت په څو برخو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې شوي.

د غزني ولایتي چارواکي په دغه ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د سختو جګړو خبر ورکړی او په دغو جګړو کې یې طالب وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.

د غزني د والي ویاند عارف نوري امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل، چې دا جګړې د د غزني او پکتیکا ولایتونو ترمنځ د لارې په اوږدو کې شوي، چې په ترڅ کې یې د ښاغلي نوري د ادعا له مخې په ځمکنیو او هوایي بریدونو کې۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

هغه وویل، چې په دې جګړو کې د ملي اردو یو صاحب منصب وژل شوی او پولیس ټپي شوی دی.

ښاغلي نوري وویل " تیره شپه وسله مخالفانو د غزني او پکتیکا په لویه لار د دوو جرونو په ایستلو د غزني د مرکز په شاوخوا پوستو، د غزني او پکتیکا ترمنځ د لویې لارې پر پوستو او د انډر پر ولسوالۍ د ډله ییز برید نیت درلود، چې د برید د پیل وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو د ځمکنیو او هوایي بریدونو سره مخ شول".

د غزني ولایتي چارواکي وايي، په هوايي بریدونو کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکو هم برخه لرله.

تراوسه وسله والو طالبانو د غزني د ولایتي چارواکو د ادعاو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

همداشان د غزني ولایتي چارواکي وايي، چې په تیرو څلورویشت ساعتونو کې په دغه ولایت کې په بیلو امنیني پيښو کې درې ملکي وګړي وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.