امنیت شورا: د غور پېښې څېړلو لپاره سیمې ته پلاوی استول کیږي

د غور د ولایتي شورا غړی عزت الله بیګ تیره ورځ د ملي امنیت سرتیرو سره نښته کې تر ټپي کېدو وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، په غور ولایت کې د تیرې ورځې پېښې د څېړلو لپاره دغه ولایت ته یو پلاوی لېږي.

پرون پنجشنبه د غور د ولایتي شورا د یوه غړي عزت الله بیګ او ملي امنیت ځانګړو ځواکونو ترمنځ نښته کې عزت الله بيګ او د ملي امنیت یو سرتیری ووژل شول.

د افغانستان د ملي امنیت شورا تیره شپه د جنورۍ ۱۴( مرغومې ۲۵) ویلي چې د پېښې د څېړلو لپاره د ملي امنیت شورا د نظامي مفتش محمد حمید طهماسي په مشرۍ سیمې ته یو پلای استول کیږي.

د ملي امنیت شورا په اعلامیه کې راغلي: "د ملي امنيت شورا دفتر د هېواد د جلالتمآب ولسمشر او د وسله‌وال ځواک د اعلی سر قواماندان له حکم سره سم، د دې پېښې د هراړخيزې پلټنې لپاره د ملي امنيت شورا دفتر نظامي مفتش محمد حميد طهماسي غور ولايت ته د استول کېدونکي پلټونکي پلاوي مشر ټاکي چې په دې برخه کې څېړنې وکړي."

د ملي امنیت شورا د غور له اوسېدونکو څخه غوښتي چې له یاد پلاوي سره د څېړنو په برخه کې مرسته وکړي.

د غور والي نور محمد کوهنورد تیره ورځ امریکا غږ ته وویل چې په دغه نښته کې د ولایتي شورا د وکیل عزت الله بیګ درې نور سرتیري هم وژل شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست بیا تر پېښې وروسته په یوه اعلامیه کې وویل چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو غوښتل عزت الله بیګ د غور د ولایتي شورا د پخواني مرستیال عبدالرحمن عطشان او بسم الله عادل ایماق د وژلو په تور ونسي، خو زیاتوي چې عزت الله بیګ د تسلیمۍ پر ځای مقاومت وکړ چې پېښه رامنځته شوه.

د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ ورځ په د (غور غږ) رسنۍ مدیر مسؤل بسم الله عادل ایماق په غور ښار کې د ناڅرګندو کسانو په برید کې ووژل شو او تر هغه مخکې بیا د غور د ولایتي شورا مرستیال عبدالرحمن عطشان په خپل موټر کې د چسپکي ماین په چاودنه کې ووژل شو.