دوه نيم ميليونه نجونې تعليم ته لاسرسې نلري - ښوونې او روزنې وزارت

  • نوشابه آشنا

ښوونې او روزنې وزارت مکتب ته د نجونو د تشويق په خاطر ځانگړې هڅې پیل کړي.

د اکتوبر يوو لسمه د ماشومو نجونو نړيواله ورځ ده.

په افغانستان کې دا ورځ په داسې حال کې لمانځل کيږي چې وړې نجونې له ډیرو ستونزو سره مخ او له خپلو حقونو نه محرومې دي.

يوه ستونزه چې د نورو ستونزو د پيدا کيدو سبب گرځيدلې تعليم ته د وړو نجونو نه لاس رسې دی.

د ښوونې او روزنې وزارت د نجونو د تعليم د برخې مسوولې تورپيکۍ مهمند امريکا غږ اشنا ته وويل:

"مکتب ته د تلو په شرايطو برابرې دوه نيم ميليونه نجونې د تعليم له حقه په مختلفو دلايلومحرومې دي".

ميرمن مهمند دا هم وویل چې ښوونځيو ته د نجونود تللولپاره يې مختلفې هڅې پیل کړي چې په تعليمي نصاب کې د تشويقي پیغامونه، کليوالی ټولگيو جوړول ،د ښځينه ښوونکو گمارل او نور يې بيلگې دي.

هغې پرکورنيوغږ وکړ چې د وړو نجونو د ښوونې او روزنې په برخه کې دی خپل مسووليت ادا کړي.

د تورپيکۍ مهمند مرکه دلته اوردلاې شئ, هغه لمړې د نجونو ورځ د لمانځلو په اهمیت غږيدلې:

Your browser doesn’t support HTML5

امريکا غږ سره د تورپیکۍ مومند مرکه