د انجونو ورځ؛ د زده کړو لپاره د افغان انجونو اوږد مزل

د اکټوبر یوولسمه د انجونو نړیواله ورځ ده. دا ورځ هر کال د ملګرو ملتونو لخوا انجونو ته د زیاتو فرصتونو د برابرولو او د انجونو په وړاندې د بې عدالتیو د له منځه وړلو او جنسیتي برابرۍ لپاره نمانځل کیږي.

که څه هم چې افغانستان کې ددې ورځې نمانځنه زیات دود نده خو یو شمېر انجونې دا ورځ د خپلو حقوقو د ګټلو لپاره مهمه بولي.

امریکا غږ په کابل کې له تعلیم محرومو او تعلیم یافته انجونو سره خبرې کړي دي.

۱۷ کلنه زهرا د تعلیم پرځاي د کورنۍ د نفقې پسې سرګردانه ده. هغه چې د کابل ښار په سړکونو کې جورابې خرڅوي وایې چې "پلار یې ګوزڼ وهلی او د کور لپاره ډوډۍ ګټي."

د پوهنې وزارت وايې چې د ناامنیو او ناوړه دودونو له امله ۳،۷ مېلیونه ماشومان ښوونځيو ته نشي تللی چې ۶۰٪ یې انجونې دي.

بل لورته بیا په مېلیونونه نورې انجونې د هېواد په بیلابیلو برخو کې ښوونځيو او پوهنتونو ته ځي.

احصائیې ښیي چې ۳،۵ مېلیونه انجونې ښوونځیو ته ځي. د ځېنو په باور دا د انجونو د تعلیم لپاره یو لوي بدلون دی.

سلګونه ځوانې انجونې د افغانستان په امریکايي پوهنتون کې لوړې زده کړې کوي.

ذاکره رسولي چې په دغه پوهنتون کې سیاسي علوم لولي وايې چې زیاترو انجونو ته د زده کړوزمینه برابره ده. هغه "ځان خوشبخته" بولي چې په یو معتبر پوهنتون کې تعلیم کوي.

د پوهنتون محصلین بلقیس احسان او حسینه وردګ پدې نظر دي چې د انجونو د نړیوالې ورځې نمانځنه د انجونو پر وضعیت خپل خاص اثر لري.

دوي وايې چې انجونې له زده کړو محرومې دي، ټولنیز عدالت نشته او اړتیا ده چې هغوي له خپلو حقونو باخبرې وي.

Your browser doesn’t support HTML5

د انجونو ورځ؛ د زده کړو لپاره د افغان انجونو اوږد مزل