د بخښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي‌د نجونو ښوونځي پرانیزي

عکس(ارشیف)

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې د پوهنې نړیوالې ورځې په مناسبت پر طالبانو غږ کړی چې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پر مخ خلاص کړي.

یاد سازمان نن دوشنبه جنورۍ ۲۴ (سلواغې څلورمه) ویلي چې په افغانستان کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل کېدو څخه ۱۲۹ ورځې تیریږي او په خبره یې طالبانو له ۱۲ کلنۍ څخه پورته نجونې ښوونځي ته له تګ څخه منعه کړي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د اندېښنې په ښودلو ویلي چې په دې کار سره نجونې زده کړو له اساسي حقوقو څخه بې برخې شوي دي.

یاد سازمان زیاته کړې چې د طالبانو په حکومت د فشارونو سره سره بیا هم افغانې مېرمنې له خپلو حقوقو څخه بې برخې دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې په دې اړه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "نجونې د تعلیم په اړه له خپل اساسي حق څخه محرومې شوي دي، له طالبانو څخه غواړو چې ښوونځي د نجونو پر مخ خلاص کړي."

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د روانې جنورۍ میاشتې پر ۱۵مه( مرغومي ۲۵) د اسوشیتډ پرس خبري اژانس سره مرکه کې ویلي و چې دوی هیله مند دي چې وکولی شي د نوي هجري لمریز په پیل کې د ټول هیواد په کچه د نجونو ښوونځي پرانیزي.

د تېر عیسوي کال د اګست د میاشتې له ۱۵ مې راهیسې له کله نه چې طالبان په ټول افغانستان مسلط شویدي، له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه نه ده وکړل شوې.

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وویل چې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه په راتلونکي هجري لمریز کال کې په ټول افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانیستلو پرڅرنګوالي کار کوي.

هغه زیاته کړه نجونې او هلکان باید په جلا ښوونځیو کې درس ووايي، د ښاغلي مجاهد په خبره تر دې دمه لویه ستونزه د ښوونځيو او د نجونو د لیلیو کمښت دی.

په هغو سیمو کې چې نفوس زیات دی، د نجونو او هلکانو لپاره په کافي اندازه جلا ټولګي نشته، او د نجونو او هلکانو جلا لپاره جلا ښوونځیو ته اړتیا ده.

هغه وویل: "مونږ د تعلیم مخالف نه یو، بلکه غواړو چې په دې برخه کې موجود مشکلات تر راتلونکي کال پورې حل کړو."

طالبانو د نجونو د زده کړو په هکله تر اوسه یو ډول دریځ نه دی درلودلی، د افغانستان په لسو ولایتونو کې له اووم ټولګي پورته نجونو ته زده کړو اجازه ورکړل شوې خو په پاتې څلورویشت ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته نه ځي.