په افغانستان کې د راپورونو په اساس د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو شاوخوا ۲۰۰ ورځې کېږي او د تعلیم او نجونو د حقونو ځينو فعالانو دا مرحله «۲۰۰ تورې ورځې» نومولې ده.
فعالان د طالبانو له حکومت څخه په کلکه غوښتنه کوي چې د نجونو متوسطه او عالي لېسې ژر پرانیزي.
یوناما په دې اړه د طالبانو پرېکړه «ټکان ورکوونکې» بللې ده. یوناما په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د طالبانو حکومت د ځمکې په سر یوازینی رژیم دی چې نجونې ښوونځیو ته نه پرېږدي.
د طالبانو حکومت د خپلو ژمنو خلاف د تعلیمي کال په پیل کې د نجونو د ښوونځیو له پرانیستل کېدو څو ساعته وروسته دا ښوونځي تر «امر ثاني پورې» بېرته وتړل. دا کار په افغانستان او نړۍ کې سخت غبرګونونه وپارول او ټولو د طالبانو دا پرېکړه وغندله.
د ملګرو ملتونو د سولې، ثبات او عدالت د ترویج د نړیوالې برخې مسئولې ملیسا فلیمینګ ویلي دي چې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو تړل «یو دردوونکی او غموونکی حقیقت» دی.
طالبان د اسلامي شریعت او افغان فرهنګ د فضا او شرایطو نشتوالی د دغو ښوونځیو د تړل کېدو عمده علتونه یادوي.
د نجونو د تعلیم د حقونو د مدافعې او نوبل جایزې د ګټونکې ملالې یوسفزۍ پلار ضیاءالدین یوسفزي په خپل ټویټر کې لیکلي دي: « د تورتم ۲۰۰ ورځې چې په یوې اوږدې شپې بدلې شوې. پرېږدئ چې سباوون شي. پرېږدئ چې رڼا شي. معارف رڼا ده.»
200 days.……🇦🇫Two hundred days of Taliban’s ban on girls%27 secondary education in Afghanistan.Two hundred days of darkness.Days that have become one long, long night.Let there be dawn. Let there be light.Education is a right.#200DaysOfDarkness #LetAfghanGirlsLearn🇦🇫 pic.twitter.com/VYf4fs9iUo
— Ziauddin Yousafzai (@ZiauddinY) April 4, 2022
د امریکا متحدو ایالتونو، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، د بخښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو د څار سازمان او نورو سازمانونو له طالبانو غوښتي دي چې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي.
د معارف یو بل افغان فعال مطیع الله ویسا په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې ۲۰۰ ورځې وشوې چې طالبانو د نجونو ښوونځي تړليدي.
د افغانستان د مخکني حکومت د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخېل هم د نجونو د ښوونځیو د پرانیستل کېدو غوښتنه کړې ده. ښاغلی امرخېل اوس په کابل کې ژوند کوي.
ګرده نړۍ په دې بوخته ده چې خپل تعلیم لا معیاري او د زده کړو بهیر موثر کړي.خو بدبختانه یوازې زموږ وطن دی چې له ډېر عادي تعلیمه هم نجونې محرومې کړای شوي.له ۲۰۰ورځو راهیسې یې دتعلیم دروازې بندې دي.دې کار ستره ناهیلي رامنځته کړې او نا هیلی د بریا په وړاندې ستر خنډ دی.ښونځي پرانیزئ! pic.twitter.com/WWuSSQvYiY
— Ziaulhaq Amarkhil (@ZiaulhaqAmarkhi) April 5, 2022
د نجونو ښوونځي د هر افغان ، انسان غوښتنه دنجونو ښوونځي دي ژر تر ژره خلاص شي .د داېمې سولي ، د استعمار څخه دخلاصون ، د ازادۍ ساتلو ، د ولس هېواد دپرمختګ لاره ېوازي او ېوازي زده کړه پوهه ده .هېله لرو چې د نجونو ښوونځي به ژر تر ژره پرانستل سي .#PenPathGirlsEduCampaign pic.twitter.com/1I2EbE7MEE
— Matiullah Wesa مطيع الله ويسا (@matiullahwesa) March 30, 2022
یو بل افغان فعال محسن امین په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د طالبانو په دې پرېکړې سره په افغانانو کې نا امیدي او مایوسي نوره هم زیاته شوېده.
200 days since the Taliban prevented teenage girls from going to school. This devastating decision has exacerbated hopelessness among Afghans. IEA%27s leaders reneged on their promise and seemingly can%27t convince a handful of scholars who are isolated from the rest of the people.
— Mohsin Amin (@MohsinAminn) April 5, 2022
نوموړي لیکلي دي داسې ښکاري چې طالبان نشي کولای څو عالمانو ته، چې له خلکو ګوښه او منزوي دي، قناعت ورکړي.
د طالبانو یو چارواکي سهیل شاهین ویلي دي چې د نجونو د ښوونځیو تر پرانیستل کېدو مخکې باید ځینو «عمليستونزو» ته رسېدګي وشي، خو هغه په دې اړه نور جزیات ورکړلي نه دي.
د طالبانو په تېرې واکمنۍ کې (۱۹۹۶-۲۰۰۱) کې هم په افغانستان کې د نجونو ښوونځي تړل شوي وو او ښځو ته د کار او فعلایت اجازه نه وه.