کارپوهان: دا اونۍ به د نړۍ تودوخه بې سارې لوړه شي

وړاندوینه شوې چې روانه اونۍ به د نړۍ په ډیرو سیمو کې د هوا د تودوخې درجه په بی ساري ډول لوړه شي. د نړۍ د هواپیژندنې سازمان کارپوهان پدې باور دي چې اقلیمي بدلون د تودوخې د لوړیدلو سبب شوی دی.

په دې اوړي کې د هوا درجه له هسپانیې نیولې تر لبنان او متحده ایالتونو پورې، په زیاتیدونکي ډول لوړه تللې ده. د یکشنبې په ورځ جولای ۲۳ (زمري اوله) د عیسویانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس د اقلیمي بدلون هغو اغیزو ته اشاره وکړه چې د ځمکې پرمخ يې ډير ژوندي موجودات زیانمن کړیدي او ټینګار یې وکړ چې په وړاندې یې باید اقدامات وشي.

پاپ فرانسیس وویل: "زه د هیوادونو له مشرانو یوځل بیا غوښتنه کوم چې د ککړو ګازاتو د تولید د کچې په محدودولو کې جدي اقدامات وکړي. دا یو بیړنی وضعیت دی، صبر ورته نه کیږي او ټولو ته د زیان موضوع ده. راځئ چې خپل ګډ کور خوندي کړو."

د کالیفورنیا د پام سپرینګز ښاروالې، ګرَس ایلینا ګارنر د اې بي سي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې، بی سرپناه خلک، او هر هغه څوک چې د اوږدې مودې لپاره په توده هوا کې اوسیدلي وي، ممکن د لوی خطر سره مخامخ شي.

ایلینا ګارنر ویلي کله چې د انسان وجود د تودوخې سره مقاومت ونه شي کولای، بیا ښايي زیان اړوونکې وي.

ګارنر زیاته کړې: "که همدا اوس اقدام ونشي، که موږ پدې ډاډه نشو چې د اقلیمي بدلون د اغیزو د مخنیوي لپاره اقدامات ونکړو، نو موږ به وضعیت ورځ تربلې بد ووینو."

د اې بي سي تلویزیون په دا اونۍ خپرونه کې د جمهوري غوښتونکي استازي مایکل مکال نه پوښتنه وشوه چې آیا اقلیمي بدلون د ملي امنیت اړوند خطر ګڼلای شي؟

مایکل مکال وویل: "اقلیم بدلیږي. او چې کله هوا وچه شي، لکه افریقا، ورځ تر بلې وچیږي او تاسی پوهیږئ چې له دې امله بیا وچکالي رامنځ ته کیږي او د همدې وضعیت له امله ترهګري رامنځ ته کیږي."

تیره اونۍ، چین او امریکا چې د ککړو ګازو د تولید تر ټولو لوی هیوادونه بلل کیږي، پدې مجلسونه وکړل چې څنګه کولای شي دا ستونزه حل کړي، خو په خبرو کې یې هیڅ پرمختګ ونکړ.

د واشنګټن ایالت والي جې انسلي د اې بي سي ټلویزیون دا اونۍ خپرونه کې وویل، د وضعیت د بدلون لپاره باید ډير جدي او قاطع عمل وشي.

انسلي زیاته کړه: "دا د حل وړ ستونزه ده، خو موږ باید د سکرو او طبیعي ګازو مصرف بند کړو. دا د حل یواځنۍ لار ده چې کولای شو چې بشريت ته د دې لوی خطر مخه ونیسو."

د هوا د وضعیت معلوموونکي وړاندوینه کوي چې د تودوخې دا څپې به د نړۍ په ډیرو سیمو کې لږترلږه څو ورځې نور هم دوام وکړي.