د آزادۍ کور: د کروناویروس د وبا پر مهال د انټرنټ ازادي کمه شوې

د ازادۍ کور چې مرکز یې په واشنګټن کې دی په خپل یو تازه تحقیقي راپور کې ویلي چې د کروناویروس د وبا پر مهال په نړۍ کې د انټرنټ ازادي محدوده شوې ده.

په دغه راپور کې راغلي چې د نړۍ یو شمیر دولتونو د کروناویروس له وبا څخه د اطلاعاتو د راټولولو او پراخ انلاین نظارت په توګه استفاده کړې او دغه راز انتقادي ویناوې یې سانسور کړي او د ټولنو د کنټرول لپاره یې د نوې ټکنالوژۍ سیستمونه جوړ کړي دي.

د ازدۍ کور په دغه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۱۴ (تلې ۲۳) خپور شوې ویلي چې د عامه روغتیا له ناورین سره د مقابلې لپاره د مصنوعي او بایومتریکي څارنې چټکې پراختیا د بشري حقونو په وړاندې تازه ننګونې رامنځ ته کړي دي.

د دغه بنسټ رئیس مایکل جي ابرامویټس ویلي چې د خصوصي حریم له ساتنې او د قانون له حاکمیت پرته له دا ډول ټکنالوژۍ څخه د سیاسي ځپنې لپاره په اسانۍ استفاده کېدلی شي.

د راپور په اساس سیاسي مشران د کروناویروس له وبا څخه د خبرونو د سانسور، د منتقدینو او د مذهبي او قومي ډلو د قربانیانو د نیولو لپاره د یوې پلمې په توګه استفاده کوي.

په راپور کې راغلي: "لږ تر لږه په ۴۵ هېوادونو کې فعالین، خبریالان او د ټولنې نور افراد نیول شوي دي او یا هم د کویډ۱۹ په اړه د انلاین ویناو له امله په جنايي جرمونو تورن شوي دي".

همدا شان د ازادۍ کور ویلي چې په ۲۸ نورو هېوادونو کې د کروناویروس د شمیرو، د فساد ادعاو او د کوید۱۹ نورو اړوندو مطالبو په اړه ویبسایټونه او د خواله رسنیو لیکنې سانسور شوي دي.

دغه بنسټ په خپل راپور کې ادعا کړې چې نورو هېوادونو په پرتله چین، چې د انټرنټ له ازادۍ څخه د پرله پسې شپږو کلونو لپاره تر ټول بد استفاده کوونکی بلل شوی، بل هیڅ دولت هم د عامې روغتیا د کړکیچ په وړاندې یرغلیزه بڼه نه ده غوره کړې.

په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره (نی) هم وايي چې افغان حکومت د کروناویروس د وبا پر مهال او له هغې وړاندې په یو ډول سانسور کړی دی او یوازې هغه اطلاعات چې حکومت یې د نشرولو غوښتنه درلوده له رسنیو سره شریک کړي دي.

د دغې ادارې رئیس عبدالمجیب خلوتګر امریکا غږ ته وویل: "د کروناویروس له ناروغۍ وړاندې په دولتي ادارو کې له انټرنټ داسې استفاده کېدله چې هر هغه څه چې په خپله ویاندویانو غوښتل د وټس‌اپ یا فیسبوک له لارې به یې په غږیزه یا تصویري بڼه استول، نه هغه څه چې خبریالانو یا خلکو ورته اړتیا درلوده، چې دا مسله د کوید۱۹ د وبا پر مهال تقریباً صفر ته راټیټه شوې وه".

ښاغلي خلوتګر په کوید۱۹ ناروغۍ د اخته شویو کسانو حقیقي شمیر چې په افغانستان کې لس میلیونو ته رسېږي او کابو ۴۰زره رسمي شمیره چې د حکومت له خوا شریکه شوې، د کروناویروس د وبا پر مهال د غیرموثقه اطلاعاتو د ورکولو یوه بیلګه یاده کړه.

هغه زیاته کړه: "د کوید۱۹ د وبا پر مهال اطلاعاتو د لاسرسي شاوخوا ټولې لارې د حکومت له خوا تړل شوې وې".

افغان حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو له دې وړاندې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز چارواکو د بیان ازادي د افغانستان د اوسني نظام یوه عمده لاسته راوړنه بللې او ویلي یې دي چې حکومت اطلاعاتو ته د لاسرسي او د بیان د ازادي ملاتړ کوي.