د ٢٠٢٠ د گولډن گلوب د جایزو په اړه معلومات

د گولډن گلوب د جایزو د ورکولو ٧٧ جشن د یکشنبې په ماښام جنورۍ پنځمه د امریکا د لویدیځ پر وخت د کالیفورنیا په ایالت کې جوړیږي.

گولډن گلوب د امریکا د متحده ایالاتو د فلم او تلویزیون تر ټولو معتبرې جایزې دي چې د سترې میلمستیا په نامه هم یادیږي.

د گولډن گلوب مراسم سږکال په ژوندۍ بڼه د ان بي سي د تلویزیوني شبکې له خوا خپریږي. ددې خپرونې چلوونکې بریتانوۍ کمیډینه ریکي جرویس ده چې د پنځو کالو راهیسې د گولډن گلوب د جایزو د ورکړې خپرونه چلوي.

د گولډن گلوب جایزې په ٢٥ برخو ویشل شوي دي -۱۴ نوماندان په سینما کې او ١١ نوماندان په تلویزیون کې – جایزې اخلي او په هره برخه کې پنځه-پنځه نوماندان موجود وي چې په مجموع کې ١٢٥ تنه کیږي.

د سږکال د جایزو د گټلو لپاره د مخکښو نوماندانو په منځ کې د "سهارني پروگرام" په نامه د تلویزیوني سریال هنرمنده جنیفر انیستون د "واده داستان" په نامه فلم لوبغاړي، د "شاهدان" په نامه فلم لوبغاړې جنیفر لوپز د "پیشکو" په نامه فلم لوبغاړې تیلور سویفت او داسې نور نومونه هم په لست کې شته.

باید ووایو چې "د وړو او سترو درواغو" په نامه سریال هنرمنده مریل استریپ د ٣٢ ځل لپاره گولډن گلوب ته نوماند شوې چې د زیات نوماند کیدلو ریکارډ یې ټینگ کړی دی.

د سږکال د گولډن گلوب د مراسمو یوه ځانگړتیا د میلمنو غذا ده، چې میلمنو ته له غوښو پرته خواړه برابر شوي دي. د گواډن گلوب مسؤلین ددې نمایشي کار هدف "اقلیمي بدلون ته پاملر ګرځول" گڼي.